افغانستان

کابل: هوايي ډګر ته څېرمه د ایساف مرکز په مزایلو ویشتل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۱۸مه ۱۳۹۳ل): د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د ایساف پوځي قرارګا په مزایلو ویشتل شوې.

د ایساف مطبوعاتي دفتر په یوې خبرپاڼه کې د پېښې پخلی کړی او ویلي يې دي، چې د دوی په مرکز کې یو راکټ لګېدلی او معمولي زیان یې رسولی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې راکټي برید کې د ایساف ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اړولې.

طالبانو د پېښې مسئولیت منلی دی او ویلي يې دي چې دوی د کابل د هوايي اډې په نظامي برخې توغندويي برید ترسره کړی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد زیاتوي، چې د ایساف په مرکز د شپې ۸ بجې توغندي وتوغول شول. نوموړی د تلفاتو ادعا کوي؛ خو د دقیق مالومات یې لا نه دي ورکړي.

د کابل هوايي ډګر او ورسره څېرمه د ایساف مرکز باندې طالبانو په دې وروستیو کې بریدونه زیات کړي.

طالبانو په دغو مهمو ځایونو څو ځلې ډلییز او راکټي بریدونه ترسره کړي، چې ګڼ مالي او ځاني تلفات یې اړولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x