ادبي لیکني

د عربو شهيدانو د جنازو خاطره«۲ برخه»

م رضوان الله فيضاني

ورځ په ختمېدو وه، د لمر سترګه ډوبه شوه، د ماښام تيارو خپل وزر خپور کړ، د يو وړوکي بازارګي تر څنګ په يو هوار ميدان کې د ماښام جمعه ودرېده او لمونځ مو ادا کړ، ټول ملګري له ورايه خفه خفه ښکارېدل، يوه خوا او بله خوا سره خواره واره شولو.

کله چې د شپې تياره لږ نوره هم ډېره شوه، نو زمونږ خوږ ملګري اتل شهيد صابر کوچي تقبله الله تعالی، ټول ملګري يو ګوښه ځای ته راټول کړل، مخکې له مخکې يې غټ موټر راغوښتی و او بل ځای ته د تللو ترتيب يې برابر کړی و، لږه شېبه وروسته مزدا ډوله موټر راغی ټول ملګري زر زر وروختو او پکې سپاره شولو، د موټر په باډۍ کې غلي غلي او پټ پټ کېناستو ځکه چې په دغې سيمه کې د جاسوسانو خطر ډېر زيات و مونږ يې تعقيبولو.

مونږ څه خبر و چې دا به هم په غم ککړه شپه وي !!!
کلی ډېر غټ و موټر مزل کاوۀ روان و، کله چې له کلي يو څه اندازه ووتو، نو د تکبير الله اکبر خوږ غږ مو په خپلو کې سره زمزمه کاوۀ، ډېر عجيب خوند يې کاوۀ، له يو څه اندازه مزل کولو وروسته يو غټ خوړ راغی، د موټر برقونه مړۀ او بند و، ټول ملګري زر زر له موټر څخه ښکته شولو او د شمال طرفته يو لوړ غر و، د غرۀ په طرف روان شولو، لږ مزل مو وکړ او د غرۀ په لمن کې يو کلی و هغه ته ورورسېدو.

اوس نو د شپې تيارو پوره وزر خپور کړی و، مونږ خبر نه وو زمونږ يو بل مشر ملګري شهيد قاري پسرلي تقبله الله تعالی، يو دانه پسۀ اخيستی او حلال کړی و، هلته يې يو کور والا ته د پخولو لپاره ورکړی و، د کور والا پسه و غيره لوازمات پاخه کړي او تيار کړي و، ډوډۍ تياره شوه دسترخوانونه وغوړول شول، غوښې او نور خوراکي څيزونه راوړل شول، ملګرو خوراک شروع کړ خو زما عاجز نصيب پکې نه و، زه مريض وم او په مېلمنو شهيدانو هم ډېر خفه وم خوراک ته مې هېڅ شوق نه کېدۀ، يوې خوا ته غلی ګوښه کېناستم، ملګرو ښه په طبيت باندې ډوډۍ وخوړه، څنګه چې له ډوډۍ څخه فارغ شول نو لږ زنډ ناست وو بيا مشوره په دې راغله چې دوه ډلې کېږو، ځکه چې وضعه خرابه وه له غرمې راپه دېخوا بنګنې ګرځېدې او ټوله سيمه تر تعقيب لاندې وه.

ملګري دوه ډلې شول، يوه ډله ملګري صابر له ځانه سره کړل وای حالات بېخونده دي زه خو له دې سيمې څخه وځم؛ ماته يې وويل چې ته له کومې ډلې سره کېږې ؟
دا چې زه مريض وم تلل مې د لاسه نه کېدل نو ما ورته وويل چې زه به له دې دوهمې ډلې سره شم؛ دوهمه ډله ملګري په همدې کلي کې پاتې کېدل، نو خدای پاماني او بخششونه مو سره وکړل او روان شولو.

مونږ د غرۀ طرفته د کلي بره سر ته لاړو او هلته مو په يوه حجره کې واړول، ملګرو پيره ووېشله زما طبيت خراب و نو ويده شوم، خدای خبر چې يو ساعت شاوخوا خوب به مې کړی وي او یا نه چې يو ناڅاپه د الوتکو شور شو، ملګرو غږ وکړ وای بيدار شئ لکه چې چاپه ده، د چاپې له غږ سره ټول ملګري راويښ او چمتو شول، يو له بل نه مو بخششونه واخيستل او ټول ګوته په ماشه د دښمن د راتلو په انتظار کېناستو.

نور بيا …

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
بابر

وروره د(د عربو شهيدانو د جنازو خاطره) د پاتی برخو په طمع یو .

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx