نظــر

تصفوي عمليات او د يو متمرکز سوکاله افغانستان پر لور يو سترګام

ابوالياس جهادوال

د افغانستان اسلامي امارت د روان کال د کب په شپږمه نېټه په هېواد کې د واک جزيرو ګواښ له منځه وړلو، ډاډمن امنيټ ټينګښت، د بيت‌المال له ضايع کيدو څخه د مخنيوي او يو پياوړي، متمرکز اسلامي نظام پايښت لپاره د لاښې زمينې برابرولو په موخه په کابل او يو شمېر ولايتونو کې له نامسؤوله کسانو او ډلو څخه د حکومتي وسايلو او وسایطو راټولولو عمليات پيل کړل چې د درې ګونو امنيتي ارګانونو ( کورنيو چارو، ملي دفاع وزارتونه او د استخباراتو لوی رياست) په ترکيب د يو کميسيون لخوا چې مشري يې د دفاع وزارت مرستيال ښاغلی ملا فاضل محمد مظلوم کوي؛ پر مخ ځي.

دغه عمليات د يو منظم امنيتي پلان پر اساس په لار اچول شوي چې پر بنسټ يې د ګذر وکيلانو او ملا امامانو په شتون کې د خلکو کورونه او شکمن ځايونه پلټل کيږي.

که څه هم يو شمېر د بشري حقوقو نړيوالو سازمانونو چې تل يې د مشخصو هېوادونو په ګټه دريځ نيولی او بې پرې‌توب يې له پخوا څخه تر پوښتنې لاندې دی، دغه ډول عمليات له بشري حقونو او خصوصي حريم څخه تيری بللی خو دا چې عمليات دکور خاوند په اجازه او د ګذر وکيل او امام په شتون کې ترسره کیږي او هيڅ ډول د بشري حقونو او خصوصي حريم څخه د  سرغړونې موارد په‌کې نه‌ دي ليدل شوي، د عامو خلکو له تود هرکلي سره مخ شوي.

دغه عمليات د کره استخباراتي راپورونو پر بنسټ ترسره کيږي، چې په ترڅ کې يې زيات شمېر نظامي وسایط، سپکې او درنې وسلې او په بيت المال پورې اړوند وسايل راټول شوي او په تور يې ځينې شکمن کسان هم نيول شوي. چې بشپړ جزئيات به يې د عملياتو په پای کې د مسؤولو چارواکو لخوا وړاندې شي.

دا چې په تېرو څلورو لسيزو کې مو هېواد د دوو سترو يرغلونو ( پخوانی شوري اتحاد او د امريکايي په مشرۍ غربي ښکيلاک) شاهد وو او د لابراتوار په توګه د نړۍ  ډول ـ ډول وسلې په‌کې ازمايل کيدې، چې د دغو ځواکونو په ماتې سره يو شمېر دغه وسلې د نامسؤولو کسانو او داسې کړيو په لاس ورغلې چې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې يې د واک جزيرې رامنځته کړې وې او د ملي حاکميت او پياوړي مرکزي نظام په وړاندې يې خنډونه جوړول، نو د يادو خطرونو له منځته تلو لپاره اړينه وه چې دغه وسلې راټولې او اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي څو د ملي حاکميت د ټينګښت او له هېواد څخه د مشروع دفاع لپاره وکارول شي.

بل د اچې د امريکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو په ماتې سره که څه هم افغانستان له لسيزو وروسته تر يو واحد قيادت لاندې راغلی، خو دا چې مجاهدين د پخوانۍ ادارې مشرانو په تېښتې سره د اړتيا پر بنسټ له پوره چمتووالي پرته کابل او ځينو ولايتونو ته دننه شول، نو د پوره تدابيرو نشتوالي له امله ځينې په بيت المال پورې اړوند وسایط او وسايل د پخوانۍ ادارې د چارواکيو او نامسؤولو کسانو لخوا په بېلابېلو ځايونو کې پټ شول چې دې کار د بيت المال د ضايع کيدو ترڅنګ جنايي جرمونو، د وسلو قاچاق، نا امنيو او بهرنيو کړيو ته په هېواد کې د لاسوهنې زمينه برابروله، نو اړتيا وه څو د دغو وسايلو د راټولولو لپاره عملیات ترسره شي.

همدارنګه د تېرو څلورو لسيزو جګړو، د پياوړي متمرکز نظام نشتون او نا امنيو له امله خلک اړ وو چې د ځاني امنيت ټينګښت لپاره وسلې وساتي. دغې چارې هم په ناسمه توګه د وسلو استفادې او جنايي جرمونو ته زمينه برابره کړې وه، نو اړتيا وه چې دغه ډول وسلې هم راټولې او له ثبت وروسته اړمنو کسانو ته وسپارل شي چې په دې توګه مو  هېواد د نامسؤولو وسلوالو له شتون څخه پاک شي.

دا چې د دغو عملياتو پايلې مثبتې دي او په ترڅ کې يې د بيت‌ المال له خونديتوب سربېره ځينې نامسؤول او شکمن کسان هم نيول شوي چې په دې سره په ټول هېواد په تېره بيا کابل کې د جنايي جرمونو ګراف په پام وړ ټوګه راټېټ شوی، نو که چېرې يې لمن د افغانستان ګوټ ګوټ ته وغځول شي، نو د يو ډادمن، سوله‌ييز، قانوني او پياوړي متمرکز اسلامي نظام پايښت لپاره به د هېوادوالو هيله مندي لا زياته شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مشوره

دیر نیک کار دی، فقط کوشش وکری چی په نریوال ستیج د نیوکو لپاره منظم منطق سره دا کار وستایل شی. کفار هسی یو پلمه لتوی.

خوګياڼي

دغه تصفيوي عملیات د ټولو افغانانو په ګټه او د بشپړ امنیت د تامین لپاره اړین دي. که کوم تش په نامه د بشر د حقوقو ډنډوره چېان کله ناکله يې پر ضد چغې وهي خو مونږ افغانانو ته د هر څه ځنې مهم خپل امنیت او سوله ایز چوپړ دئ. په غربي او شرقى ممالکو کې په کوم شخص او يا کورنۍ چ؛ نو شک پيدا شي نو استخبارات يې د کور ټول سامان د يو ډيران په شکل ګډوډ کړي چي بيا يې په راټولولو ورځې نه چي هفتې لګيږي. مګر اسلامي امارت مامورين يې په ډېر احترامانه… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx