ادبي لیکني

څنګه د جعلي خبرونو مخه ونیسو؟

لیکوال: محمد سلیمان

سرچینه: Project Syndicate

انلاین جعلي خبرونه په نامتمرکزه توګه یو سیسټم کې د ګرځېدو په حال کې دي، چې بازارموندونکي له هغو پلاټفورمونو چې خپله منځپانګه پکې خپروي، بېلوي. له هغه ځایه چې «فېک نیوز» نن په یوې جدي ستونزې بدلېږي، د جعلي خبرونو له بازار سره بلدتیا د دې اغېزې د کمولو لپاره اړینه ده.

بوسټون – پر اوکراین د روسیې له برید وروسته ځینو امریکايي ځوانانو انسټاګرام کې تېرایستونکي حسابونه پرانېستل، چې د پېښو په تړاو یې عکسونه او ویډیوګانې خپرولې. هغوی د خبریالانو له نومه په ګټنې، میلیونونو فالورزو ته دوکه ورکوله او کوم تبلیغات یې چې پر پاڼو خپرېږي، له حذف څخه وړاندې یې ګټه ترې اخیسته. دا یوه نوې پېښه نه ده. د کاروونکو دوکه کولو له لارې د عاید ترلاسی د جعلي خبرونو اساس دی.

د جعلي خبرونو بې مخینې وده، د انټرنټ د پراختیا یوه مهمه پایله ګڼل کېږي. که څه هم د جعلي خبرونو جوړونکي بېلابېلې انګېزې لري – له سیاسي موخو نیولې بیا تر سرګرمۍ – اقتصادي لامل بیا پکې بنسټیز رول لوبوي. د «GDI» د ۲۰۲۰ کال د ارزونې له مخې، د اروپا جعلي خبرونو سایټونه په کال کې ۷۶ میلیون ډالر عاید ترلاسه کوي.

په انټرنټ کې جوړې شوې منځپانګې د یوې پېچلې، غیرمتمرکزې شبکې له لارې عاید ترلاسه کوي، چې د لویو ټکنالوژیکي شرکتونو څخه نیولې، تر کوچني کچې ټیک ټاک جوړونکو پورې لوبغاړي پکې شامل دي. د دې لپاره چې پوه شئ، سیسټم څنګه کار کوي، په امریکا کې د ۲۰۱۶ ولسمشریزو ټاکنو څخه یو مثال په پام کې ونیسئ. ټاکنو ته په راتلونکو میاشتو کې، د ماسادوني د ویلز په کلي کې ځوانانو جعلي خبرونه خپاره کړل، چې د ډونالډ ټرمپ د کمپاین موضوعاتو او دریځونه پکې و. دغو لیکوالو له رښتیني خبرونو سره ناسم معلومات ګډول او لوستونکو ته یې وړاندې کول. دوی بیا کیسې ښي اړخو وېبپاڼو کې خپرې کړې او د ټولنیزو رسنیو پلټفارمونو ته د کیسې په لینک کولو سره یې ګڼه ګوڼه جوړوله. لکه څنګه چې ترافیک وده کوي، کیسې د لوی ټکنالوژیکو شرکتونو لخوا پلورل شوي اعلان ځایونه جذبول او له دې لارې یې عاید ترلاسه کاوه.

ټویټر، فېسبوک او ګوګل شرکتونه د جعلي خبرونو د اسانچاري په توګه عمل کوي. دا شرکتونه د ټول سیسټم یوه برخه ده. ټکنالوژیک شرکتونه د هغه اکوسیسټم مسوول دي، چې جعلي خبرونه هلته کار کوي.

په ۲۰۱۹ کال امریکا کې د تبلیغاتو د تکنالوژۍ پر صنعت د شوې مطالعې له مخې، څېړونکي دې پایلې ته ورسېدل، چې د انلاین اعلاناتو اکوسیسټم د منځګړیتوبونو کارولو له لارې جعلي خبرونو ته وده ورکوي. پېرېدونکي ډېر کم پوهېږي، چې د دوی اعلانونو اصلي موخه څه ده؛ نو لوی شرکتونه لکه تخنیکي شرکتونه، هوایي شرکتونه او پرچون پلورونکي په نامستقیم ډول د جعلي خبرونو وېبپاڼې تمویل کوي. د بازار غیرمتمرکز طبیعت په دې مانا دی، کوم برنډونه چې تبلیغات یې پر جعلي وېبپاڼو خپرېږي، له هېڅ ډول عواقبو سره به مخامخ نه شي.

په عمومي او د بازارموندنې فعال شرکتونه هم مشهورو کسانو ته د پیسو په ورکړې د جعلي خبرونو د بازار په پراختیا کې نقش لري. دوه کاله وړاندې د بازارموندنې کمپنۍ د ټولنیزو شبکو او یوټوبرانو په لټه وو، تر څو د کووید – ۱۹ په اړه ناسم معلومات په ځانګړې توګه د ځوانانو ترمنځ خپاره کړي.

د تبلیغاتو مسدود کوونکي کولای شي، د هغو کسانو شمېر محدود کړي، چې جعلي خبرونه ګوري او د دا ډول خبرونو اغېز کم کړي؛ خو د تبلیغاتي مسدود کوونکو د کارونې زیاتوالی هغو قانوني اژانسونو باندې هم ناوړه اغېز کوي، چې عاید یې له تبلیغاتو سره تړلی دی.

تر ډېره د جعلي خبرونو بازار د پردې تر شا فعال دی؛ له همدې کبله یې کچه په قطعي توګه مشخص نه ده. د NewsGuard او Comscore له خوا تحلیل اټکل کوي، چې د غلطو معلوماتو خپرونکي د اعلاناتو شرکتونو له لارې د لوی برانډونو څخه په کال کې ۲٫۶ میلیارد ډالر عاید ترلاسه کوي او GDI اټکل له مخې، د غلطو معلوماتو وېبپاڼو په ۲۰۱۹ کال کې د اعلاناتو له لارې ۲۵۰ میلیون ډالره عاید درلودلی دی.
د جعلي خبرونو له خپرېدو سره د مبارزې تر ټولو اسانه لار د عاید د تولید مخنیوی دي. Revcontent د انلاین بازارموندنې سازمان اعلان کړی، چې کولای شي لږ تر لږه د دوو نړیوالو حقیقتونو چک کولو سازمانونو لخوا د غلط په توګه درجه بندي شوي منځپانګې منحل کړي. که دا مداخله د ټکنالوژۍ د لویو شرکتونو له خوا وشي، خورا مهم اغېز به ولري.

د هغو شبکو افشا کول چې دې بازار ته پراختیا ورکوي، له ستونزې سره د مقابلې بله لاره ده. د څار ګروپ Check My Ads د دې تګلارې بریالیتوب ثابت کړی دی. د دې کال په پیل کې د Check My Ads څېړنې د دې لامل شوې، ګوګل ځینې حسابونه چې د کووید – ۱۹ په اړه یې غلط معلومات خپرول، د AdSense له پلټفارم څخه لرې کړي. د وړیا لاسرسي وړ ډیټابیس د تمویل سرچینې تعقیب کول به د غلطو معلوماتو بازار پر وړاندې مبارزه کې یوه مهمه وسیله وي.

یو بل قوي دلیل دا دی، چې حکومتونه باید پر هغو عایداتو مالیه ولګوي، چې له جعلي خبرونو څخه عاید ترلاسه کوي. مګر دا ډول پلان پلي کول به د هدف شوي منځپانګې له قوي تعریف پرته ستونزمن وي. د امریکا د مدني قانون ۲۳۰ برخه، کوم چې انلاین پلټفارمونه د درېیمې ډلې فعالینو لخوا خپرې شوې منځپانګې لپاره مسوولیت څخه ساتي، د جعلي خبرونو خپرېدو تنظیم کولو دنده نوره هم پېچلې کوي.

د جعلي خبرونو بازار د پیسو د تبادلې او انلاین بازارموندنې پورې اړه لري. له دې سره د مبارزې لپاره باید یوه اغېزناکه ستراتیژي تعریف شي. په داسې حال کې چې حکومتونه د جعلي خبرونو خپرولو لپاره د منځپانګې جوړونکي او بازار موندونکي حساب ورکولو لپاره قانوني اقدامات کوي، عام خلک هم باید د غلط معلوماتو په خپرولو کې مسوولیت ومني.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx