دیني، سیرت او تاریخ

په اسلام کې د شرم او حیاء ارزښت

مولوي عصمت الله عزام

انسان د فطرت په لحاظ د روغ او ښه طبيعت خاوند پيدا شوی، خو د چاپيريال ناسمتيا د ده طبيعت ور خرابوي، لکه څرنگه چې په حديث کې راغلي دي چي( په دُنيا کې) هر پيدا کېدونکی ماشوم د اسلام پر فطرت پيدا کېږي، خو دده مور او پلار يې يهودي، نصراني او مجوسي ( يا د بل دين مُعتقد ) کوي.( متفق عليه )

په انسان کې د ښه او بد د پېژندلو شعور پيدا شوی دی.
په هغو ښو صفاتو کې چې انسان يې د فطرت په لحاظ لري؛ يو صفت د حياء صفت دی.
شرم او حياء که د انسان لپاره ښايست د؛ خو د مسلمان لپاره ددۀ د ايمان يوه نه بېلېدونکې برخه ده.

په حياء سره ايمان تقويه کېږي:
حياء داسې صفت دی چې انسان له ټولو بدو کارو راگرځوي، که هغه بد په ټولنه کې بد گڼل کيږي او که په شريعت کې بد گڼل شوي وي او همدا راز د ښو کارونو له پرېښودلو هم انسان راگرځوي.

شرم او حياء د ايمان يوه شعبه او څانگه ده، که په چا کې دغه صفت په څومره اندازه قوي و، په هغه کې د ايمان دغه شعبه په دومره اندازه قوي ده او که په چا کې د حياء صفت کمزوری و، په هغه کې د ايمان دغه شُعبه کمزورې ده.

په حياء سره د انسان زړه ژوندی کيږي او د انسان او حيوان فرق په حياء سره دی.
الله جل جلاله د حياء له پرېښودو او له بې حيايۍ څخه خپل بندگان منعه کړي او داسې يې فرمايلي دي:

إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالْإِحْسَانِ وَإِيتَاءِ ذِي الْقُرْبَى وَيَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ وَالْبَغْيِ يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ (النحل : ۹۰)
ژباړه: بې شکه الله په عدل، ښېگڼې او خپلوانو ته په ورکړې امر کوي او له بې حيايۍ، بدۍ او ظلم څخه منع کوي، الله تاسو ته نصيحت کوي څو تاسو پند واخلئ!!

په دې آيت کې له بې حيايۍ څخه منع راغلې ده.
بې حيايي يو داسې ناوړه صفت دی چې په چا کې راغی، هغه د هر ناروا کار اهل ګرځي، ځکه هغه څه چې د انسان او گناه تر مينځ ديوال وي، هغه له خلکو، يا له ځان او يا هم له الله تعالی څخه حياء ده.

په دې هکله په حديث شريف کې راغلي دي:
عَنْ أَبِي مَسْعُودٍ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِنَّ مِمَّا أَدْرَكَ النَّاسُ مِنْ كَلَامِ النُّبُوَّةِ الْأُولَى إِذَا لَمْ تَسْتَحْيِ فَاصْنَعْ مَا شِئْتَ. ( بخاري رقم الحديث : ۳۲۹۶ )
ژباړه: له حضرت ابومسعود رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: هغه څه چې د مخکينيو پېغمبرانو له خبرو څخه خلکو موندلي، ( يو ) دا دی چې کله دې حياء نه لرله، نو څه دې چې خوښه وي، هغه کوه!!
(هغه څه کوي چې د شرف، عزت او ميړانې لرونکی انسان يې نه شي کولی)

ځکه له بدو کارو څخه ددۀ هيڅ راگرځوونکی نشته، نو ځکه دی هر هغه څه ته وړاندې کېږي چې ددۀ نفس يې غواړي.

کله چې له چا د حياء صفت لاړ شي، نو هغه د بې مهاره اوښ په څېر آزاديږي او د خير او شر تميز ترې پورته کېږي.

زموږ په ټولنه کې چې څومره بد کارونه تر سره کېږي، ويلی شو چې د ټولو لامل د حياء نه شتون دی.
له دې حديث څخه معلومه شوه چې حياء داسې صفت دی چې د ټولو پېغمبرانو عليهم السلام په شريعت کې ښه صفت و او منسوخ شوی نه دی.

عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم« الإِيمَانُ بِضْعٌ وَسَبْعُونَ شُعْبَةً فَأَفْضَلُهَا قَوْلُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ وَأَدْنَاهَا إِمَاطَةُ الأَذَى عَنِ الطَّرِيقِ وَالْحَيَاءُ شُعْبَةٌ مِنَ الإِيمَانِ ». ( متفق عليه مشکاة المصابيح ص : ۱۲ ج : ۱)
ژباړه: له حضرت ابوهريره رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: ايمان څو اويا شعبې (شاخونه) دي، تر ټولو غوره ( لويه ) شعبه يې د لا اله الا الله وينا ده، تر ټولو وړه شُعبه يې له لارې د تکليف ور کوونکي شي لرې کول دي او حياء د ايما ن يوه شعبه ده.

حياء د ايمان شعبه او څانگه ځکه ده چې د حياء خاوند د حياء له امله له بدو کارو راگرځي نو په دې صفت کې د ايمان په څېر ده چې انسان له بدو کارو راگرځوي.

مطلب دا چې په لنډ ډول بايد انسان پوه شي چې څوک حياء نه لري، نو د هغه ايمان نيمګړی دی او حياء د ايمان او عقيدې سره مستقيم تماس لري.

په بل حديث کې راغلي دي:
عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ قال : قال رسِولُ اللَّه صلى الله عليه وسلم: «إنَّ لِكُلَّ دينِ خُلُقا ، وخُلُقُ الإسلام الْحياءُ» رواه ابن ماجة ص: ۱۳۹۹ج : ۲)
ژباړه: له حضرت انس رضی الله عنه څخه روايت دی چې ر سول الله صلی الله عليه و سلم وفرمايل: هر دين اخلاق لري او د اسلام اخلاق حياء ده!!

دا وجه ده چې پېغمبران عليهم السلام انتهايي حياء ناک و، رسول الله صلی الله عليه وسلم هم د کاملې حياء خاوند و، دومره حياء چې په اړه يې په حديث کې داسې راغلي دي:

عن أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ كَانَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَشَدَّ حَيَاءً مِنْ الْعَذْرَاءِ فِي خِدْرِهَا، وَإِذَا كَرِهَ شَيْئًا عُرِفَ فِي وَجْهِهِ.( رواه البخاري رقم الحديث :۳۳۶۹ و مسلم رقم : ۲۳۲۰ رياض الصالحين ص : ۲۰۸)

ژباړه: له ابوسعيد خُدري رضی الله عنه څخه روايت دی، هغه فرمايلي دي چې رسول الله صلی الله عليه و سلم تر هغې پيغلې زياته حياء لرله چي په پرده کې وي، کله به چې يې يو شی ناخوښه شو، په مخ کې به يې ناخوښي معلومېدله!!

خو د نبي عليه السلام حياء داسې نه وه چې د حق له بيانولو دې يې راوگرځوي.
خو چې د کوم صحابي يو کار به يې ناخوښ شو، نو مخامخ به يې نه ورته ويل، بلکې مخ مبارک به يې تغيير وکړ، نو صحابه کرام به يې په ناراضتيا پوه شول.

نو بايد موږ هم په خپل خوږ پېغمبر صلی الله عليه وسلم پسې اقتداء وکړو او په ځان کې د حياء صفت راولو، ځکه په دې کې د دنيا او آخرت گټې نغښتې دي

وصلی الله علی نبينا محمد وعلی آله و اصحابه اجمعين

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx