
له واده وروسته د خاوند خطا او نیمګړتیاوې
مولوي محب الله
ځينې ځوانان عموماً تر واده وروسته ډير بدل شي، له خپلو نژدې دوستانو سره يې سلوک ښه نه وي. هغه نیمګړتیاوې او خطاوې چې له واده وروسته یې یو ځوان کوي عموماً په لاندې ډول دي چې باید ځان ځنې وساتي:
• تر واده وروسته له مور او پلار سره ښه سلوک نه کول (توجه او خاص ارزښت نه ورکول).
• د مور او مېرمنې ترمنځ توافق او روابط نه سمول.
• پر مېرمن شک او بدګماني کول.
• پر مېرمن غیرت نه کول.
• مېرمنې ته په سپکه کتل.
• خپل واک او مشرتوب ښځې ته ورکول.
• د خپلې ښځې مال په باطله طریقه خوړل.
• د مېرمنې د دیني تعلیم په اړه غفلت کول.
• د ښځې د نفقې په اړه بخیلي کول.
• تر اوږده سفر وروسته خپلې ښځې ته ناڅاپه راتلل.
• خپله ښځه ډېره ملامتول.
• د خپلې ښځې لږ شکرګذاري کول او نه تشویقول.
• د خپلې ښځې سره ډير جنجال کول.
• بې له ضرورته د خپلې مېرمنې سره خوابدتیا او لرې والی غوره کول.
• له کور څخه د باندې ډېر وخت تېرول او د خپل اهل سره لږ ناسته کول.
• له خپلې مېرمنې سره بد چلند او بد معاشرت کول.
• خپلې ښځي ته نظافت او ښایست نه کول.
• د کوروالۍ (جماع) اداب نه مراعتول.
• د خپل بستر حال افشاء کول.
• د مېرمنې په طبیعي عوارضو ناخبري.
• د حیض په دوران کې کوروالی کول.
• د مېرمني سره لواطت کول.
• بېله کوم سببه خپل مېرمن وهل.
• د ډيرو ښځو لرلو څخه غلط قصد کول.
• د خپلو څو ښځو ترمنځ عدل نه کول.
• په طلاق کې عاجله او تلوار کول.
• تر طلاق وروسته د ښځې بدي بیانول.
• تر طلاق وروسته د اولاد ضایع کول.
• د خپلې مېرمنې سره لږ وفاء کول.
• د خسرګنۍ بې عزتي کول.
• پر خپله مېرمن قناعت نه کول او نور مسلمانانو د ښځو طلب کول.
او داسې نور…….
دا ټولې هغه خطاوې او نیمګړتیاوې دي چې یو نارینه یې تر واده وروسته ترسره کوي. باید د ژوند د ستر نعمت څخه د ښه خوند اخیستلو لپاره د پورته کارونو څخه ځان وساتي.