دیني، سیرت او تاریخ

د اسلام او ديموکراسۍ ترمنځ اساسي توپيرونه «۳ برخه»

ډاکټر عبدالرحمن شهيدزاده

يولسم:
په اسلام کې د اکثريت او اقليت موضع نده مطرح د برلاستيا حق، صداقت، ديانت او عدل لره ده.

په جمهوريت (ولسواکۍ)کې د حق، صداقت، تقوا، عدل او انصاف  په نوم کوم څه شتون نه لري، بلکې يوازې اعتبار اکثريت لره دی٠

دولسم:
په اسلام کې هر څه د الله تعالی دي، هيڅ شی  په هيڅ  شي کې ورسره شريک نه دی.
په جمهوريت کې ولس هر څه دي يعني، د جمهوريت معبود ولس دی٠

ديارلسم:
په اسلام کې حق هغه دی چې ورته الله حق ويلي دي، باطل هغه چې الله ورته باطل ويلي دي،  اکثريت او اقليت لره کوم اعتبار نشته، که اقليت د حق اسلامي مقرراتو پابند اوسي اقليت په اسلامي قانون کې د اعتبار وړ دی او که اکثريت حق ته غاړه کښيږدي اکثريت معتبر ده٠

په جمهوريت کې د حق او باطل په نوم کوم څه شتون نه لري، په ديموکراسۍ کې چې اکثريت کوم څه ووايي هغه حق ګڼل کيږي، برابره خبر ده که هغه حق اوسي، يا باطل٠

څورلسم:
په اسلام کې امير، خليفه، حاکم او رهبر هغه منل شوي کسان دي چې د الله له لوري په مقرر کړي معيار برابر او سم وي او هغه دا چې خپله هم پر اسلام ملتزم ځان ګڼي او ولس هم اسلام ته پر التزام امر کوي، دا ډول امير، حاکم، رهبر او خليفه که د اکثريت له خوا منتخب شوی وي که د اقليت له خوا په اسلام کې يې اطاعت واجب دی.

په جمهوريت کې ټولټاکنو له لارې د امير ټاکنه حتمي ده، که څه هم نوموړی جُهال منتخب کړي او که هر څومره امير فاسد، فاسق او په اسلام ځان ملتزَم نه بولي بيا هم د اعتبار وړ ده٠

پنځلسم:
پر اسلامي امت باندې کافر د امير يا حاکم په توګه نشي ټاکلی او نه يې حاکميت مشروع ده٠

په جمهوريت کې حاکم، ولسمشر هر څوک کيدلای شي که کافر وي، فاسق او که کوم ناپوه اوسي.

نو بيا….

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx