
نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۹ کب، ۱۴۰۰ل): د افغانستان کورنیو چارو وزیر د ملي لوبډلې لوبغاړو سره د لیدنې پرمهال هغوی ته د ځانګړي امنیت ډاډ په خاطر د کارتونو د ورکړې خبره کړې ده.
د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د ملي لوبډلې د وضعيت پوښتنه وکړه، د بریاوو مبارکي يې ورکړه. لوبغاړي یې خپلمنځي يووالي ته وهڅول او د دې تر څنګ يې هغوی ته لازمې سپارښتنې وکړې.
ښاغلي حقاني لوبغاړي د ټول ملت استازي او د سولې سفیران وبلل، او دوی ته یې د خپل امنیت لپاره د ځانګړو کارتونو ورکولو ژمنه وکړه.
په دغه ناسته کې د کورنیو چارو وزیر او نورو لوړ پوړو چارواکو د کرکټ بورډ له مشرتابه او ملي لوبغاړو سره ناسته وکړه.
محترم خلیفه سراج الدین حقاني د کرکټ ملي ټیم له مشرتابه او لوبغاړو سره وکتل
د کورنيو چارو وزير د ملي لوبډلې د وضعيت پوښتنه وکړه، د بریاوو مبارکي يې ورکړه، خپلمنځي يووالي ته يې وهڅول او د دې تر څنګ يې هغوی ته لازمې سپارښتنې وکړې..
۱/۳ pic.twitter.com/UV6SiEdXiB— Ministry of Interior Affairs- Afghanistan (@moiafghanistan) March 11, 2022
سراج الدین حقاني په یاده لیدنه کې لوبغاړو ته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او ویلي چې د نظام له تغیر سره کرکټ نور هم د مثبت پرمختګ او شفافیت په لور روان دی.
هغه د کرکټ بورډ استقلال په اړه وویل چې کرکټ بورډ په خپلو کارونو کې مستقل دی او هیڅ ډول حکومتي لاسوهنه به پکې نه کیږي.
بل لوري ته د ملي لوبډلې مشرتابه او لوبغاړو د کورنيو چارو له وزیر څخه مننه وکړه چې د لوبغاړو د ستونزو حلولو ډاډ او د همکارۍ ژمنه يې وکړه.