افغانستانټکنالوژي

فیسبوک ځينې هېوادونو کې د روسیې ضد د تاوتریخوالي پوسټونو اجازه ورکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۹ کب، ۱۴۰۰ل): د میټا شرکت وایي چې د روسیې له لوري پر اوکراین د برید په پایله کې فیسبوک او انسټاګرام ته اجازه ورکړې چې ددې هېواد ولسمشر ویلادیمیر پوتین او د روسیې پوځ پر ضد د تاوتریخوالي پوسټونو خپاره کړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د ټولنیزو رسنیو مشهورې شبکې فیسبوک د خپلې هغې پالیسۍ موقتي مخالفت کړی چې د تاوتریخوالي ضد پوسټونو ته اجازه نه ورکوي، او په دې لړ کې یې د کاروونکو ملیونونه حسابونه تړلي دي.

د فیسبوک له لوري په دغې موقتي اجازه کې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین او د بېلاروس ولسمشر الیکسیندر لیکاشینکو د وژلو د هیلې کولو پوسټونو ته هم اجازه ورکړې ده.

د میټا یوه ویاند ویلي، «پر اوکراین د روسیې برید په پام کې نېولو سره موږ دا غوره ګڼلې چې په موقتي توګه خلکو ته ددوی پر ضد د خپلو سیاسي احساساتو څرګندولو ته اجازه ورکړو، کوم چې په عمومي توګه د فیسبوک د قوانینو خلاف دی، د بېلګې په توګه تاوتریخوالي ته د هڅولو پالیسي».

نوموړي زیاته کړې چې د روسیې پوځ پر ضد هم د تاوتریخوالي او د هغوی د وژلو هیلې څرګندولو پوسټونو ته اجازه ورکړل شوې، په داسې حال کې چې د روسیې عام اوسېدونکو پر ضد دغه ډول پوسټونه اجازه نه لري.

د فیسبوک له لوري د تاوتریخوالي پوسټونو اجازه په ارمینیا، اذربیجان، ایستونیا، جورجیا، هینګری، لتویا، لتوانیا، پولینډ، رومانیه، روسیه، سلواکیه او اوکراین هېوادونو کې ورکړل شوې ده.

بل لوري ته امریکا کې د روسیې سفارت له دغه حکومت څخه غوښتي چې د فیسبوک د تاوتریخوالي او افراطي فعالیتونه ودروي. دوی په یوه ټویټ کې ویلي چې ددې پلیټ فارمونو کاروونکي ددې حق نه ورکوي چې د هېوادونو پر ضد تاوتریخوالی خپور کړي.

د یادونې ده چې روسیې په خپل هېواد کې فیسبوک او انسټاګرام تړلي دي. دغه راز راپورونه وایي چې روسیې په واټساپ هم بندیز لګولی دی. دغه پیغام لیږدونکی اپلیکیشن د روسیې شاوخوا ۸۰ سلنه نفوس کاروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx