ورزش

پر چیلسي فوټبال کلب د بریتانیا بندیزونه، کلب له نامعلوم برخلیک سره مخ دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰ کب، ۱۴۰۰ل): د بریتانیا حکومت پر اوکراین د روسیې برید په پایله کې په انګلستاني فوټبال کلب چیلسي ګڼ شمېر بندیزونه لګولي دي، چې دغه کلب له نامعلوم برخلیک سره مخ شوی دی.

بریتانیا ځکه په چیلسي کلب بندیزونه لګولي چې مالک یې روسی ملیاردر رومان ابراموویچ دی، او دوی وایي چې دغه هېواد پر هر هغه کس بندیز لګوي چې روسیې هېواد ته یې ګټه رسیږي.

د بریتانیا حکومت پر روسي ملیاردر بندیزونه لګولي، شتمنۍ یې ورنه کنګل کړي او سفرونه یې محدود کړې دي.

د یادو بندیزونو په لړ کې رومان ابراموویچ نشي کولی د چیلسي کلب پرته د بریتانیې حکومت له اجازې وپلوري، نه لوبغاړي وپلوري، نه نوي لوبغاړي وپيري او نه هم د هغو لوبغاړو تړونونه وغځوي چې راتلونکې نږدې کې تړون ختمیږي.

هغه شرکتونه چې چیلسي کلب یې سپانسر کړی دی او ملیونونه ډالره پانګونه یې ددغه کلب په خاطر کړې ده غواړي خپل تړونونه وځنډوي، او له کلب یې غوښتي چې له خپل لباس څخه ددوی لوګو لرې کړي.

د بندیزونو په لړ کې چیلسي نشي کولی پر نندارچیانو ټکټونه وپلوري، د اوسمهال لپاره یوازې هغه کسان چې ترمخه یې ټکټونه اخیستي ددغه کلب لوبو لیدو لپاره ورشي.

وروستي راپورونه ښيي، د چیلسي کلب ټول بانکي حسابونه او کریدت کارتونه هم تړل شوي چې آن دغه کلب نشي کولی خپل د لوبغاړو لیږدولو بس کې پطرول واچوي.

د برتانیا لومړي وزیر بوریس جونسن ویلي چې نه غواړي د چیلسي کلب مینوال نا امیده کړي، او د حکومت قانون له مخې تر مې ۳۱ نیټې یې دغه کلب ته د لوبو کولو اجازه ورکړې ده.

ابراموویچ په ۲۰۰۳ کال کې د چیلسي ټیم رانیولی دی، د هغه دوره د چیلسي د لوبډلې د بریاو ډک تاریخ دی چې پنځه ځلې د بریتانیا اتلولي، دوه ځلې د اروپا اتلانو لیګ او ۱۹ ځلې یې نور عمده جامونه ګټلي دي.

هغه تېره اونۍ وړاندې له دې چې د بندیزونو سره مخ شي اعلان وکړ چې غواړي دغه کلب وپلوري، او ګټلې پیسې د روسیې او اوکراین جګړې قربانیانو سره مرسته وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx