افغانستان

شرافت: که د افغانستان حلقوي سړک اسیا پراختیايي بانک تمویل نه کړ؛ افغانستان به یې له داخلي منابعو کارونه بشپړ کړي

نن ټکی اسیا (شنبه،  ۲۱ کب، ۱۴۰۰ل): د ټولګټو وزارت  مرستیال  بخت الرحمن شرافت وايي چې د افغانستان حلقوي سړک د کارونو بشپړولو د دغه وزارت له لومړیتوبونو څخه دی.

د افغانستان حلقوي سړک چې ۳،۳۶۰ کیلومتره اوږدوالی لري د افغانستان ۱۶ ولایتونو سره نښلوي.

دغه سړک له کابل څخه پیل شوې او د پروان، بغلان، سمنګان، بلخ، جوزجان، فاریاب، بادغیس، هرات، فراه، هلمند، قندهار، غزني او میدان وردګ ولایتونو څخه په حلقوي بڼه بېرته کابل سره نښلوي.

د ټولګټو وزارت مرستیال بخت الرحمن شرافت د بادغیس له قومي مشرانو سره په یوه کتنه کې ویلي دي چې د افغانستان حلقوي سړک د کارونو د بشپړولو لپاره او تمویل په اړه د اسیاپراختیايي بانک سره خبرې دوام لري او که یاد بانک یې له تمویلولو څخه ډډه وکړي دوی به د داخلي منابعو څخه دغه پروژې تمویل کړي.

هغه وویل: «موږ چمتو یو چې دا ملي پروژه له داخلي منابعو څخه تمویل او رغنیز کار یې بشپړ کړو»

بخت الرحمن د بادغیس قومي مشرانو ته وویل چې، چې د بادغیس ولایت سړکونه او پلونه د وزارت په پلان کې شامل دي، چې له مالي امکاناتو سره سم به یې کار پیل شي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان حلقوي سړک شاوخوا دوه ثلثه نفوس د دغه سړک په شاخوا کې اوسیږي. د حلقوي سړک سروی په ۱۳۴۲ ل کال کې شوې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

بیشکه داسی خبری وکړی. زما له طرفه هره میاشت کی د یوه کس معاش حواله شو. نور وطنوال دی هم کمک شی په والله چی یو بل ته لاس ورکړو هر څه به جوړ شی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx