افغانستان

افغان او امریکايي لورو توافق: د افغانستان اسعاري زېرمې په هېڅ صورت خیریه موسسو ته نه ورکول کیږي

نن ټکی اسیا (شنبه،  ۲۱ کب، ۱۴۰۰ل): افغان او امریکايي لوریو توافق کړی چې د افغانستان د مرکزي بانک هغه اسعاري زېرمې چې د امریکا د محکمې له دعوې څخه ازادې شوي دي هغه به خیریه مؤسسو ته نه ورکول کیږي.

نن ټکی اسیا ته د بهرنیو چارو وزارت سرچېنو ویلي دي چې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او امریکايي استازي ټام ویسټ د ترکيې په اناتولیا ښار کې  د افغانستان اسعاري زېرمو د برخلیک په اړه خبرې کړي دي.

سرچېنې زیاته کړې چې په دغه کتنه کې افغان لوري ټينګار وکړ چې د افغانستان اسعاري زېرمې چې ټولټال ۷ میلیارده ډالر کیږي او امریکا باید دغه ټولې ازادې کړي او د افغانستان په بانک په اختیار کې دې ورکړل شي.

افغان لوري وویل چې ‎ د افغانستان ټولي بهرنۍ شتمنۍ د افغانستان د ملت حق دي او يواځې هغوی حق لري چې په اړه يې پريکړه وکړي.

د یادونې وړ ده چې د بهرنیو چارو وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ د ترکیې د حکومت په رسمي بلنه د ديپلوماسۍ فورم کې د ګډون په موخه ترکيې ته تللی دی.

افغان لوري د دغه فورم په څنډو کې د سیمې له مختلفو هېوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو سره کتلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx