افغانستان

متقي: له افغانانو سره باید هغه ډول تعامل وشي څنګه چې د نړۍ له انسانانو سره کیږي

نن ټکی اسیا (شنبه،  ۲۱ کب، ۱۴۰۰ل): د بهرنیو چارو وزير امیرخان متقي د ترکيې په انتالیا ښار د ديپلوماسۍ فورم په څنډو کې رسنیو ته ویلي دي چې افغان حکومت د رسميت پيژندنې ټول شرایط پوره کړي دي او نړۍ باید له افغانانو سره هغه ډول تعامل وکړي څنګه چې يې له نورو سره کوي.

ښاغلي متقي زیاته کړې چې نړیواله ټولنه باید له افغانانو سره په دې کې مرسته وکړي چې  د افغانستان شتمنۍ ازادې کړي.

د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د افغانستان اوسني حالات دې ته سازګار دي چې نړیوال په کې پانګونه وکړي او په وینا يې هغه امن چې دوی اوس په افغانستان کې ویني هغه یې په  تېرو څلورو لسیزو کې نه دی لیدلی.

د متقي په وینا افغانستان اوس د اقتصاد او اتصال پر مرکز بدلیدونکی دی او افغانستان د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا تر منځ د ترانزیت بهترینه لاره جوړه شوې

د بهرنیو چارو وزیر وویل چې دوی غواړي چې له ټولې نړۍ سره نورمال روابط ولري او په دې اړه یې مهم پرمختګونه هم کړي دي.

د یادونې وړ ده چې د بهرنیو چارو وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ د ترکیې د حکومت په رسمي بلنه د ديپلوماسۍ فورم کې د ګډون په موخه ترکيې ته تللی دی.

افغان لوري د دغه فورم په څنډو کې د سیمې او نړۍ له مختلفو هېوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو سره کتلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جان تڼی

دا دېې یا دونې وړده چی تاسو هم باید له افغتن ملت سره هغه سې رفتار وکړېې لکه په نړی که چی انسانانو سر کبژي مونږ ټول هیواد الحمدالله مسلمانان دېې ړلی ستاسو مسلمانی دی اسلام له دین نه ها خو اوښیې ده تاسو نه باید یو ملت دی یو تور پنجابی. دې خوشحالی په. خاطر له خاورو سره خاورې کړی چون تاسو ځان ته خلک یاست او ملت ته ضرړرت نلری ولی مونږ خپل یو هزاره وکړی له ټول پنجاب سره نه برابر وه دا ‌‌‌‌‌‌ډیر دی افسوس ځایی ده چی حکومت دې دی چټلستان سفیر رهبری کوی او… نور لوستل »

ګوم نام

متقی دي دې ته هم متوجی شی چی دوی باید اول د ننه ملک کی له عوامو سره د انسانانو په طور چلند وکړی او افغان وګړو ته دی د انسانانو په رقم وګوری بیا دی نوری دنیا ته وروښیی.
دلته ورته له طالیب نه بغیر بل څوک والله که انسان ښکاری طالیب ته.
خپل عیب د ولیو منځ ده د بل عیب مو د کلی منځ کړی، دنیا وال خره ندی هغه تاسی وینی او په هغی زقم درسره لګیا دی

Karwan

ګوم نام، ته نه شرميږي چه په رڼا ورځ ددروغ شروع کړي. دچاه سره بد وضيعت شوي دي؟
فاحيش خلکو په هيځ نه شرميږي. امريکايانو دفاحيشي غوندي تربيه کړي ئي. الله مو تباه کړه چه افغانستان مو له شره خلاص شي.
کاروان

الحاج استاذ بیانزی

افغان ملت خو په تیرو څو لسیزو کی د لویدیز د خونړی لیوانو شکار وو هیواد یی اشغال کړی یو شمیر غلامان یی ورباندی جارواکی کړی وو هیواد په بلواکانو او خپلواکانو ویشل شوی وو خپلواکانو هیوادو خپلواک او اشغالګر یی وشړل مګر د غلامی اداری ځنی بقایا اوس هم پاتی دی غلامان هویت نه لری د شاهدی ورکولو وړتیا نه لری هغه څه وایی او کوی چه د بادارانو له خوا ورته ویل شوی چه دا وکړه او دا مه کړه حیوانات هم پری شرف لری له هرزه ګیاه هم خوشی اسفل سافلین یعنی شیطانان دی د داسی خلکو… نور لوستل »

مولوي نجیب الله زاهد

جناب متقی صاحب د افغان سفارتونو د ځینو کارکوونکو له لرې کولو پرته مو دغه سفرونه دافغان ولس لپاره څه لاسته راوړنه درلوده؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx