افغانستان

امریکايي چارواکي: واشنګټن کې د افغانستان سفارت پيسې نه لري ځکه تړل کیږي

نن ټکی اسیا (شنبه،  ۲۱ کب، ۱۴۰۰ل):  نیویارک ټایمز په یوه راپور کې ویلي چې په واشنګټن کې د افغانستان سفارت د یو رسمي حکومت د ملاتړ او پیسو نه شتون له کبله تړل کیږي.

یادې ورځپاڼې ویلي دي چې په واشنګټن کې د افغانستان سفارت بانکي اکونټونه د امریکا د بندیزونو له کبله تړلي شوي دي او له همدې کبله په دغه سفارت کې افغان ديپلوماتانو د اکتوبر میاشتې راهیسې معاشات هم نه و ترلاسه کړي.

راپور زیاته کړې چې د اقتصادي ستونزو له کبله یو شمېر ديپلوماتانو په ارزانه بیه سیمو کې کورونه اجاره کړي وو.

نیویارک ټایمز د راپور له مخې د افغانستان سفارت ديپلوماتانو ۳۰ ورځې وخت لري څو په امریکا کې د اوسېدو یا د بشردوستانه ویزو لپاره غوښتنلیکونه ورکړي او که په دغه موده کې غوښتنلیک ورنه کړي ممکن دی چې له امریکا وویستل شي.

که څه هم امریکايي چارواکو ویلي دي چې دغه ديپلوماتان بېرته افغانستان ته نه لیږي خو دا هم مشخص نه ده چې که دوی امریکا کې نه پاتې کیږي نو چېرته به لېږدول کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دوه چارواکو ویلي دي چې تر دې دمه د ۱۰۰ ديپلوماتانو له منځه ۲۵ ديپلوماتانو او کارمندانو یې په امریکا کې د اوسېدو لپاره غوښتنلیک نه دی ورکړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx