نظــر

زموږ ملي يووالی به کله حقيقت شي؟

عبيدالله رقيب

روانه اوونۍ افغان مومنان د #يو ملت په عنوان ليکنې کوي، هدف يې دا دی چې خلکو ته د يووالي پيغام ورکړي، يا د يووالي لارې چاري په ګوته کړي، يا يووالي ته زيان رسوونکي مواد روښانه کړي.

بايد ووايو چې د ملت حقيقي معنی شريعت ده چې د هر پيغمبر لپاره ځانګړی شريعت ورکړل شوی او ځانګړی ملت لري؛ مسلمان يو ملت، عيسايان بل ملت، يهود بل ملت.

ملت د عقيدې او اساس په معنی هم راځي، په دغه معنی بيا مؤحدين ټول يو ملت ګڼل کيږي هغه که د هر اسماني کتاب پيروان دي… مګر که له کوم اسماني کتاب يا پيغمبر نه منکر وي هغوی بيا په عقیدوي ملت کې راسره شرکت نه لري.

ملت د ميم په زبر سره د اورغالي معنی هم لري، په دغه معنی يو خاص د اوسيدلو ځای يا ځانګړې جغرافيه هم ورنه مراديږي.

موږ افغانان په کومه معنی يو ملت يو؟ او هغه څوک يا څه دي چې موږ سره بيلوي او زموږ ملي يووالي ته صدمه رسوي؟

کوم نظام چې زموږ اسماني شريعت پاشي معنی دا چې زموږ ملت پاشي، که موږ اسماني قانون ته شا کړو معنی دا چې ملي يووالی مو له منځه يووړ.
مثلاً په تېرو شلو کلونو کې جمهوري نظام حاکم و، ډيموکراسي وه، هر افغان قانوني حق درلود چې خپل دين بدل کړي، شريعت رد کړي، د اسلامي شريعت فرعي احکام ونه مني او په خلاف يې نظر ورکړي، دا په دې معنی چې جمهوري نظام زموږ ملي يووالی په قانوني لحاظ پاشل، غوښتل يې چې موږ سره تيت پرک شو. يا دا چې زموږ پاشلو قانوني تجويز لرل.

په تېر اساسي قانون کې هر افغان ته حق ورکړل شوی و چې له اسلامه واوړي، مرتد شي؛ لکه ډير چې مو وليدل چې مرتد شول، عيسويت ته دعوت خو علني و، ځانګړي ډاګيز مراکز يې لرل، په ټولنيزو رسنيو کې مرتدينو ازادانه کمپاينونه کول، بلکې ځينې مرتدين په ټاکنيزو کمپاينونو کې هم د ځينې نوماندانو رسمي کمپاينران وو.

په جمهوري نظام کې د قوم او سمت په اساس ويش يو ډاګيز حقيقت و، هر چا يواځې د خپل قوم يا خپل ولايت حق معيار ګڼل، يو ولايت د بل په ښادۍ ښاد نه و، يو قوم د بل قوم په غم غمجن نه و، معنی دا چې افغانان يو ملت نه و.

په تنظيمي دوران کې افغانان اووه يا له دې هم زيات ملتونه وو، يو بل په سنګر کې د يو بل په خلاف ناست وو، هيڅوک د بل په غم غمجن او د بل په ښادۍ ښاد نه وو، د هر یو د جواز او حرمت، ګټې او تاوان معيار بيل و.

اوسني نظام که بالفرض ګوندونه او تنظيمونه په ځان کې منحل هم کړي خو ډلګۍ او انډيوالۍ پکې پخې ځالګۍ لري، په حقيقي معنی به يو ملت وي ځکه چې شريعت ته ژمن نظام دی مګر په مجازي معنی بيا هم پاشلی دی، هره ډلګۍ او هره واسطه به بيله موخه او مخه لري… خدا مکړه له وخت سره دغه وړې وړې څانګې په لويو واوړي او اساس ته صدمه ورسوي.

موږ که غواړو چې په پوره معنی يو ملت شو نو تنظيمونه او ګوندونه به په يو مفهوم يې رانغاړو يو نوم به ورکوو او مختلف شعارونه به هيروو، يواځې شرعي نظام ته به غاړه ږدو، د شريعت د ترجيحاتو په اساس به لومړيتوبونه ټاکو او د شريعت د اصولو په اساس به يې دوهم او دريم پاټ ته اچوو.

په دين به سرې کرښې تاوو، هيچا ته به حق نه ورکوو چې له دين نه لاس واخلي.
ډلګۍ او انډيوالۍ به محو کوو، ولسي عامه نظر پوښتنې به کوو او په هغه اساس به مسؤولیتونه ويشو، ترڅو چې زموږ تعليمي بهير معياري کيږي، اسناد مو له درغلیو پاکيږي او داسې مرحلې ته پورته کيږي چې په اسنادو پوره باور لرلای شو تر هغه وخت به په ګومارلو کې نه اسناد معتبر وي، نه به ډلګۍ معتبره وي، نه به د ګوند او تنظيم په نوم څه وي، نه به د کوم قشر په بل امتياز وي… بس هرڅه به د مختلفو کټګوريو، ولسي شوراګانو په پرېکړه ټاکل کيږي، داسې شوراګانې چې منصب ته په کتلو به يې ساحه په نظر کې نيول کيږي او په هغه اندازه به ديني علماء، عصري علماء، قومي مشران او ځينې نور مخلص مؤمنان ګډون کوي.

ياد اشخاص په طبعي ډول مشخص دي؛ له هيچا پټ نه دي، په هره سيمه کې ماشومانو ته هم معتبر او مخلص شخصيتونه معلوم دي، ټول منلي دي، تعيين نه غواړي.
د ټولو اختلافاتو د حل وروستۍ مرجع به اهل الحل والعقد شورا وي او د هيواد په سطحه مشر خبره به په ټولو باندې سره کرښه وي، هيڅوک به حق نه لري چې د مشر په فرمان کې چون وچرا ووايي ترڅو چې ياده خبره له ديني لحاظه ناروا نه وي، ديني معيار به يې د اهل الحل والعقد له شورا تيريږي چې هلته به ديني علماء او عصري مسلکي سپيڅلي شخصيتونه وجود لري.

عبيدالله رقيب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx