نړۍ

هند څخه توغول شوی مزایل پاکستان کې غورځېدلی

نن ټکی اسیا (شنبه،  ۲۱ کب، ۱۴۰۰ل): د هند حکومت منلې چې یو مزایل د تخنیکي ستونزو له کبله د پاکستان لوري ته تللی او هلته غورځېدلی دی.

د هند د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د مارچ په ۹مه نېټه د تخنیکي ستونزو له کبله په تېروتنې سره مزایل توغول شوی دی.

اعلامیې زیاته کړې چې د هند حکومت په دې اړه په لوړه کچه څېړنې کوي.

د هند دفاع وزارت ویلي دي چې دوی پر دې خواشېنې دي چې دغه مزایل د پاکستان په خاوره کې غورځېدلی دی خو خوښ دي چې چاته په کې ځاني زیان نه دی رسېدلی.

بل لوري ته پاکستان پوځ ویلي دي چې هند د پاکستان حریم نقض کړی دی او د پاکستان پوځ دغه مزایل راغورځولی دی.

پاکستان هم منلې چې په پېښه کې چاته ځاني زیان نه دی رسېدلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

چې پر مونږ یې تاوان نکړي چې له پنجشیره مو فیر کړی،،،

طوطی

هیڅ شک یی نشته. غوربندی صیب ته می ډیر آزار ورکړی الله دی ژوندی لری.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx