ادبي لیکني

د لنډې کیسې کرکټر- اوومه برخه

لیکوال: دادمحمد ناوک

دکرکټراروايې اړخ
دکيسې په کرکټر کښنه کې ليکوال مجبوردى چې خپل کرکټرمخکې له دې چې په کيسه کې داخل کړي،بايدله رواني اړخه هم پوره وپېژني.پوره ځکه  چې  دکرکټر پېژندنه څه په واقعي ژوندکې انسان پېژندنه  نه ده ،چې پوره والى يې امکان  ونه لري. دکيسې نړۍ دليکوال خيالي نړۍ ده چې ټول وګړي يې دده ترسترګولاندې پيداکېږي اوپه کې اوسېږي.ځکه خوليکوال دکيسې له کرکټرياکرکټروسره تربل هرچاښه بلد دى.خودکيسې خياليتوب په دې مانا نه چې کرکټردې يې هم خيالي وي.
کرکټرکه په خياليتوب سربېره ديوداسې چاپه قالب کې واچوو،چې موږښه ورسره بلديو.ښه په دې ماناچې له کورني ژونده رانېولې دهغه ترډېرو پټو رازونو پورې.نودکرکټرپر رواني حالت پوهېدل،اودهغه وړاندې کول به راته سخت نه وي.مثلا:
زموږدکلي ملاصاحب نږدې څلوېښت کلن دى،ټيټه پوزه لري،سپينې وړې سترګۍ په سترګو کوي،او اوږده شنه چوپانه هرلمانځه ته را اغوندي.
دايې ظاهري انځورشو،کله موچې په ذهن کې يوڅوک دخپلې کيسې کرکټر وټاکه اوهغه موبياد خپل کلي دملاصاحب په قالب کې واچاوه،نوګوروچې :
 ملاصاحب په څه شي خوشالېږي؟
 په څه شي خپه کېږي؟
 دغوسې په حالت کې يې ظاهري بڼه څه وړوي؟
 دناخوښ عمل په وړاندې يې عکس العمل څه وړوي؟
 په کلي کې له چاسره وران،له چاسره جوړ او ولې؟
 په کورني ژوندکې څه وړدى؟
 دنصوارو يانورونشو په اړه څه وايې؟

کله موچې يادو پوښتنوته ځوابونه وموندل تريوڅه بريده به مودکرکټررواني اړخ ښه وړاندې کړى وي.
که په دې سربېره موهم ځان ډاډه نه احساساوه،نودکرکټردرواني اړخ دلاښه وړاندې کولوله پاره خپل ځان دهغه په قالب کې اچوو،اوپورته پوښنې خپل ځان ته راجع کوو.چې بيابه نوپه پوره ډاډپه دې برخه کې ځان بريالى اخساس کړو.خويوه خبره ديادولوده چې ليکوال دې هڅه نه کوي چې دهرکرکټرپه قالب کې ځان واچوي .يو خوبه  بېخې تيارخو ر روږدى شي .بل کله کله دچادځان نيمګړتياوو ته ډېرنه پام کېږي.
په کيسه کې دکرکټر رواني اړخ ډېرمهم دى ،اوبايد دکيسې ترپايه په نظرکې ونيول شي.ترپايه په دې ماناچې په مکالمه کې بايددې ته ډېرپام وي چې زموږټاکل شوى کرکټرپه کوم ډول خبره څه رقم احساس کوي.اوکوم عکس العمل بايد وښيې؟او که پېښه پرې راځي دې ته موبايد پام وي چې کرکټر_که دهغه په قالب کې موځان اچولى وي اوکه بل شناخته_ددغسې يوې پېښې په اړه بايد څه وکړي؟دغه څه بايد هم لوستونکي دمنظقي دلايلوپر راوړلو دمنلو وړوي اوهم بايد دکرکټر له رواني اړخه سره برابروي.
ځينې ليکوالان د دې پرځاى چې کرکټرپه نظرکې ونيسې پېښې ته ډېراهميت ورکوي،هڅه کوي چې پېښه ډېره مناسبه اوپه ورځنيوچاروکې شونې يونمونه وړاندې کړي.خودې ته يې بايد پام وي چې دغه پېښه چاکړى ياپه چاشوې؟اودغه څوک بايد څه ډول شخصيت وي؟څه ډول د دې پېښې حل پيداکړي.
دکرکټربدلون
دکرکټردرې ګونواړخونوته په پيل کې سرسرې اشاره وشوه،په دې درې اړخونوکې تغير راوړلوته دکرکټربدلون وايې.په ظاهري بڼه کې دکرکټربدلون کومه سخته ،دنه منلويادډېردليلونوغوښتلوپېښه نه ده.کېداى شي په يوه کيسه کې زموږ کرکټرپه خپل چاپيريال کې دښکلايوه نمونه وي.خود اورلګېدنې،چاودنې…له امله يې مخ سوځي.اويوه پښه يې پرې کېږي.دغسې بدلون دکرکټرپه ظاهري اړخ پورې تړلى دى.
مګردکرکټررواني ياټولنيزبدلون_چې داهم په رواني اړخ پورې تړلى_داسې بدلونونه دي چې دښه دليل وړاندې کول يې ځينې ليکوال د ارواپوهنې په پوهېدوپورې تړي.ريښتياهم که په کومه کيسه کې کرکټرټولنيزيارواني چې دواړه رواني دي بدلون کوي.بايد ليکوال منطقي دلايل ولري.په ورځني ژوندکې کله کله روغ جوړسړى داسې کاروکړي چې لېونى يې هم نه کوي.لومړى خوبه دغه بدلون هم هرومروکوم دليل لري.خوکه ويې نه لري هم کېدل يې شوني دي.
خوکه په کيسه کې دچا روغ جوړ کرکټرداسې کاروکړي چې بېخې ترې تمه نه وي لوستونکى ممکن ليکوال ته ګوته ونيسي.په داسې حال کې چې موږد دغسې بدلونونو نمونې په خپل ورځني ژوند کې لرو.ددې سبب دادى چې په ورځني ژوندکې د دغسې پېښودکېدوسلنه ډېره کمه ده.خوکه دغه کمه سلنه په کيسه کې فرض کړو.نو دلوستونکي دقانع کېدوله پاره بايد ليکوال ښه منونکي دلايل ولري.
د دې له پاره چې په خپل کرکټرموبشپړواک وي،اوپه خپل اختياريادکيسې په اوږدوکې رانه بدل نه شي.يايې هم پېژندنه رانه ګډوډه يابېخې هېره نه شي.نجيب منلى ديوه فرانسوي ليکوال دناول ليکنې يوه عجيبه ښه لاره راپه ګوته کوي.منلى  ليکې چې:
يوه فرانسوي ناول ليکونکي په يوه راډيويې مر که کې وويل :” زه چې کله په يو ناول کار شرو کوم نو مخکې له مخکې د اصلي څېرو ژوند ليک جوړم يانې دا چې پلانی چېرته او کله پيدا شوی، مور او پلار يې څوک وو، څو تنه خويندې وروڼه يې درلودل، په کوم ځای کې يې ښونځی لوستی، زده کړه يې تر کوم پړاوه رسولې، او په لسګونو داسې نورې پوښتنې ځوابوم او بيا يې کيسې ته ورګډوم او په کيسه کې يې ټول کړه وړه د همدغو شراېطو سره برابروم“ دا ټکي په ټکي د ليکوال خبرې نه دي خو همدغسې څه يې ويل.
که موږهم دکيسې دکرکټرپېژندنه له ظاهري څېرې سره ترمخ راته وليکونو هيڅکله به دکيسې په منځ کې رانه هېرنه شي.اوکه موبدلون ورکاوه هم ،له دلايلواو اصولوسره به سم وي.داړتياپه صورت کې په يوه کيسه کې کرکټرممکن دوه ډوله بدلون وکړي،يويې له کيسې اوپېښې سرسم ورو-ورو بدلون دى ،چې ممکن لوستونکي ته هم کومه پوښتنه پيدانه کړي.دې ډول بدلون ته (Character In The Making)  يا د لوړتيا بدلون وايې.بل هغه ډول بدلون دى چې کرکټر دکومې خبرې ياپېښې سره په مخامخ کېدوپه احساساتوراځي اواصلي هدف ترې په غوسه کې ورکېږي چې وروسته بيانوبل څوک وي، دې ډول بدلون ته داضطراب يا(Character In The Crisis) وايې. چې دلوستونکي قناعت قوي دلايلوته ضرورت لري.
پاتې شته…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x