دیني، سیرت او تاریخ

اسلام او ساینس

محمد عليم بسمل

آدم علیه السلام ته چې په ملایکو باندې د کوم علم لهٔ امله ترجیح ورکړل شوه هغه د ساینس علم و.
علامه شهاب الدین ندوي د اسلام اور ساینس پهٔ نامهٔ یوه رساله لري پهٔ دې کې یې لیکلي:
انسان ته چې پهٔ لومړي ځل کوم علم ورکړل شو هغه د اشیاوو علم دی، یعنې د عالم د ټولو موجوداتو او د هغو د خصوصیاتو او امتیازاتو علم، چې پهٔ لنډو کې یې د علم اسماء او د کائناتو د مظاهرو پهٔ نوم یې یادولای شو.

پهٔ اوس وخت کې چې ساینس لهٔ کوم شي څخه بحث کوي همدغه د عالم موجودات دي او کومې خبرې چې کوي هغه هم د اشیاوو خواص او آثار دي.
طبیعیات، حیاتیات، فلکیات او داسې نور د ساینسي علومو دائره ده.
پخوا زمانه کې انسان یواځې ستوري، سپوږمۍ، هوا، اوبهٔ تیږه، ونه او… پېژندل خو اوس الکترون، نیوترون، هایدروجن، آکسیجن، نائتروجن، کاربن، پوتاشیم… پیژني، لکه څنګه چې پخوا په پخوانیو شیانو باندې پوهیدل په علم الاسماء کې داخل و، نن سبا پهٔ جدید شیانو باندې پوهېدل پهٔ علم الاسماء کې داخل دي. د قران لهٔ مطالعې څخه داسې ښکاري، چې انسان تهٔ الله جل جلاله چې د لومړي ځل لپاره کوم علم ورکړی و هغه د شریعت علم نهٔ، بلکې د فطرت علم و چې پهٔ قران کې د علم اسماء پهٔ نوم یاد شوی.

انسان ته د دغه علم ورزده کول مقصد دادی چې د شیانو لهٔ خواصو نه ښه آګاه شي او د خلافت ارض تقاضا پوره کاندي، پهٔ همدې دلیل د علم اشیا او د خلافت ارض ترمنځ ډېر ژور ربطَ موجود دی.
علامه اقبال پۀ پیام مشرق کې وايي، چې علم اشیا همدغه علم اسما دی، غرب هم د علم اشیاء لۀ برکته دې ځای ته ورسېد.

علم اشیا علم الاسما ستی
هم عصا وهم ید بیضاستی

علم اشیا داد مغرب را فروغ
حکمت او ماست می بندد ز دوغ

د شهاب الدین ندوی او اقبال د فکر تارونه دلته بیخي پۀ یو ځای کې غوټه شوي، که ندوي لۀ اقبال نه اقتباس نه وي کړی نو ډیر زړۀ راښکوونکی توارد دی.

شهاب الدین ندوي، د ځینو آیتونو پۀ استدلال سره لیکلي، چې د ځمکې د خلافت لپاره پکار ده چې عالم مسخر شي او دا هم پۀ ساینس یا علم الاسماء سره کیږي.

جالبه داده چې علامه اقبال هم د خودي لپاره د عالم د تسخیر خبره کوي خودي او خلافت الارض تقریباً یوه خبره ده، علامه پۀ رموز بې خودۍ کې د (درمعنی اینکه توسیع حیات ملیه ازتسخیر قوای نظام عالم است) تر عنوان لاندې وايي: چې له محبت نه کله خودي محکمه شي، پۀ عالم باندې یې فرمان چلیږي.

از محبت چون خودی محکم شود
قوتش فرمانده یې عالم شود

پنجه یې اوپنجه یې حق می شود
ماه از انګشت او شق می شود

البته علامه چې کوم تسخیر یادوي هغه د انسان کامل کرامت دی چې پۀ دې زمانه کې مشکله ده، نن سبا دا کار هم د ساینس پۀ واسطه کیږي.

پۀ پای کې وايي؛
علم اسما اعتبار آدم است
حکمت اشیا حصار آدم است

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx