دیني، سیرت او تاریخ

فرقوي اختلافات څنګه هواريدای شي؟

فاتح افغان

په ګران هيواد د امريکايي يرغل وروسته له نورو فتنو سربيره د فرقوي اختلافاتو فتنې هم سر راپورته کړ، صليبي اشغالګر تل په دې هڅه کې وو چې دلته مسلمانان په فرقوي شخړو کې ښکېل او له دې لارې خپل شوم اهداف ترلاسه کړي.

په دې وروستيو کې دغه ډول شخړو زور اخيستی، مشهور علماء او مبلغين په يو او بل ډول ډول ټاپې لګوي، يو بل ته د مبتدع، مشرک، ګمراه، منحرف صوفي، قبر پرسته، خوارج، بريلوي، پنجپيري، وهابي، ويکټوري، لا مذهبه، مجسمه او نورو ناوړه نومونو نسبت کوي، شريرې استخباراتي کړۍ هم درګرده لګيا دي ددې اور په سکروټو کې پوکی وهي، ترڅو د اسلامي امارت په مرصوص صف کې له دې لارې درز واچوي.

په داسې حال کې چې افغانانو تازه له اشغال څخه نجات ترلاسه کړی، د ملت جوړونې او هېواد بيارغونې په کارونو کې له ګڼ شمېر ننګونو، ستونزو او مشکلاتو سره مخ دي او هر ډول فرقوي اختلافات يې له اصلي هدف څخه غافله کوي د فرقو د رهبرانو مسؤليت جوړيږي چې له تعقل څخه کار واخلي او ګران هيواد ته د نورو جګړو په راواردولو د افغانانو غميزې زیاتې نه کړي.

په اسلامي امت کې د اشاعره و او حنابله و مشهور اختلاف:
په اسلامي امت کې د اسماء او صفاتو او کلام الله په اړه د اشعريانو او حنبليانو اختلاف له پخوا راهيسې راروان دي، کله کله دغه اختلاف شدت موندلی او کله کله يې بيا د شدت ګراف د لفظي نزاع کچې ته راټيټ شوی، خو په ټوله کې جانبين د اختلاف اصولو ته ژمن پاتې شوي او په حدودو کې دننه يې اختلافات پاللي دي.

د دغه اختلاف د هوارولو لپاره د علماوو او مسلمانو واکمنانو هلې ځلې:
په مملوکي او عثماني عصر کې مسلمان واکمنان په دې توانيدلي وو چې دغه اختلافات خاموشه کړي، اشاعره او حنابله سره شير او شکر وو، يو له بل سره يې راشه درشه لرله، د مينې او محبت په فضا کې سره اوسيدل، سره له دې چې هرې ډلې داسې ليکنې لرلې چې د مقابل جانب مخالفت يې پکې کاوه خو بيا هم پخوانۍ تاريخي کينې او دښمنيانې يې له منځه تللې وې، د جانبينو د علماوو په هلو ځلو لاندينۍ لاسته راوړنې د پام وړ يادولی شو.
1. د دواړو مذهبونو ترمنځ د نږديکت او اتفاق کارونه ترسره شول، داسې چې شخړې لفظي يا اجتهادي وګڼل شوې چې دواړه اړخونه پکې معذور ګڼلی کيږي او د تکفير او د بې لارۍ د ټاپو ليارې بندې شوې.

2. حنبلي علماوو اقرار کاوه چې اشاعره او ماتريديه له اهل السنة والجماعة څخه دي لکه حنبلي عالم علامه السفاريني رحمه الله د خپلې منظومې د شرحې (لوامع الأنوار البهية) په پيل کې دا خبره کړې.

3. د دواړو اړخونو پلويانو د يو بل شاګردي کوله چې په دې باندې د طبقاتو او فهارسو کتابونه شاهدي وايې.

4. حنابله و د اشاعره و د کتابونو خدمت وکړ، لکه ابن عوض حنبلي رحمه الله د سنوسي په عقيده کبری باندې حاشيه وکړه، همدغه راز ورباندې اشعري دسوقي رحمه الله حاشيه وکړه.
د نږديکت د دې هڅو په برخه کې د احنافو له طرفه د علامه عبد الغني النابلسي رحمه الله، په اشعريانو کې د علامه ابراهيم الکوراني رحمه الله او په حنابله و کې د علامه مرعي الکرمي رحمه الله هڅې ډيرې ښکاره او منتجې دي.

علامه عبد الغني النابلسي الحنفي رحمه الله په دې اړه يو کتاب “التوفيق الجلي بين الأشعري والحنبلي” ليکلی .

دا اختلاف بياځلې څه وخت توند شو؟
په اسلامي امت کې له څلور پيړيو زيات د اختلافاتو دغه فتنه خاموشه وه، چې کله په دولسمه هجري پيړۍ کې نجدي خوځښت بروز وکړ، ورسره د اختلافاتو د فتنې اور هم ژبغړانده او پخوانۍ دښمنيانې راتازه شوې، له هماغه مهاله اسلامي امت د ګډوډۍ، تفرقې او ژورو اختلافاتو ښکار ګرځيدلی، او ډول ډول عقيدوي او فکري فتنو پکې سر راپورته کړی.

ګران هيواد افغانستان تر ډيره وخته له دغو اختلافاتو ګوښه و، خو چې کله سره ښکيلاک په افغانستان يرغل راووړ، د نړۍ د نورو مسلمانانو ترڅنګ عرب ځوانانو هم افغانستان ته د جهاد لپاره مخه کړه چې له امله يې سلفي فکر ته په ځينې سيمو کې د نفوذ زمينه مساعده شوه.

په ډير تاسف په دوی کې ځينې داسې ځوانان هم وو چې معاذ الله افغانان به يې مشرکان ګڼل او حتی د روسي او امريکايې ښکيلاکونو پر ضد جهاد کې يې د افغانانو نصرت په همدې دليل ناروا باله چې روسان او امريکايان اهل کتاب دي او افغانان مشرکان، او په داسې حال کې بايد موحدين د اهل کتابو ننګه وکړي!!!
له همدې امله عبد الله عزام رحمه الله او د (التبيان في حکم من اعان الامريکان) ليکوال (ناصر الفهد) دې ته اړ شوي څو دغه شبهه ځواب کړي، او هڅه يې کړې ترڅو سلفي ځوانان په دې قانع کړي چې افغانان او طالبان مشرکان نه دي.

په پخواني جهاد کې به شايد د سلفيت او حنفيت تر نامه لاندې خال خال قتلونه شوي وي خوکوم پراخ وسله وال ټکر نه دی رامنځته شوی، د امريکا ضد جهاد کې هم دواړه جانبينو په صميمانه فضاء کې تر يوه قيادت لاندې د صليبي ښکيلاکګرو پر ضد جهاد جاري ساته او د اسلام د نفاذ لپاره يې هلې ځلې کولې، خو هغه مهال ډيرو مسلمانانو ټکان وخوړ چې د داعش له لوري ولاية خراسان او په سيمه کې په يوه نوي عنوان (د شرک پر خلاف جهاد) جګړه اعلان شوه.

له دې سره ځينې داسې کړنې ترسره شوې چې افغانان يې له سلفي فکر څخه لا زيات متنفر کړل، د ولاية خراسان له اعلان وروسته په سيمه کې ځينې ناوړه عمليات ترسره شول چې فرقوي شخړو ته پکې لمن ووهل شوه، د يادونې وړ ده چې د دغو عملياتو پړه د داعش له لوري ومنل شوه او په رسمي خبرپاڼو کې يې هغه اصطلاحات او ادبيات کارول شوي وو چې په عموم کې يې سلفيان د مقلدينو او صوفيانو لپاره کاروي.
په هر حال! په دغه ډول بريدونو کې چې له هر چا استفاده شوې وي خبره ښکاره ده چې د شيطاني استخباراتو کار دی چې غواړي افغانان يوې نه ختميدونکې پيچلې جګړې ته ورټيل وهي.

سره له دې چې اوس هم په ډيرو هيوادونو کې د مختلفو فکري مکاتبو ترمنځ عقيدوي، فکري او فقهي اختلافات شتون لري، خو هلته د دغو ډلو ترمنځ د تنافر او مسلح ټکر تر کچې نه رسيږي، ځکه هلته پاروونکي جهتونه شتون نلري، خو زموږ په هيواد کې ځینې داسې لاملونه شته چې د وسله وال ټکر چانسونه يې زيات کړي دي چې ځينې يې په لاندې ډول دي.
• د شريرو استخباراتي کړيو لمسون
• د داعش افراطي تکفيري ډلې پاروونکي تبليغات او وسلوال فعاليتونه
• وسلې ته د طرفينو د متحمسو ځوانانو لاسرسۍ
• د طرفينو د ځينو علماوو او کشرانو له لوري د اختلاف د اصولو نه مراعتول
• ټولنيزو رسنيو کې هر چا ته د هر څه د خپرولو موکه
• او د افغانانو په فطرت کې د غچ او انتقام اخيستنې پياوړې روحيه
له دې سره د اختلافي مسائلو په بيان کې د اختلاف اصولو ته نه پام هم ډير مشکلات رامنځته کړي دي د اهل علمو او طالبانو ذهنونه په همدې مسائلو کې نښتي دي، عوام په يوه او بله کې حيران دي، د طرفينو متعصبينو د خپلو ناپوهيو او عداوتونو په مټ دا اختلافات نور هم ژور کړل تردې چې خلک به دا انګيري دا د بيلابيلو اديانو ترمنځ اختلافات دي، نه د مسلمانانو ترمنځ چې يو دين لري، د يوه رب عبادت کوي، د يو نبي امتيان دي او يوې قبلې ته مخ کوي. په ډيرو اصولو کې سره متفق دي.

که مو پام وي پخوا به د علماوو اکثره مناظرې له بې دينه ډلو ملحدانو، عيسويانو، يهودانو او نورو ګمراه فرقو سره وې خو اوس د اهل السنة والجماعة د علماوو انرجي په خپل منځ کې مصرفيږي، زياتره مناظرې د استحبابي مسائلو پر سر وي او يو بل پکې له اسلام څخه د خارجولو هڅې کوي.

زما په باور که اسلامي امارت دغه اور ته لمن وهونکي علماء د افغان ولس او اسلامي امت اساسي ستونزو ته متوجه کړي او لاندې ټکو منلو ته قانع کړي، ان شاء الله چې اسلام او افغان دښمنه قوتونه به په خپلو شومو موخو کې ناهيلي او نامراده شي.

• له پاروونکو بيانونو، څرګندونو، ليکنو او ويناوو څخه اجتناب.
• اختلافات د اختلاف په شرعي محوطه کې پالل او د يو بل له تکفيرولو او ګمراه بللو څخه ځان او پلويان ساتل.
• د طرفينو له لوري خپلو پلويانو باندې ټينګار کول چې ټول اسلامي امت مؤمنان دي قتلول او وينه تويول يې ناروا دي، او څوک چې د وسلوال ټکر هلې ځلې کوي هغه د اسلام دښمنان، احمقان او جاهلان دي.
ذهبي رحمه الله په سير اعلام النبلاء کې ليکي: د ابو نعيم رحمه الله په وخت کې د اشاعره او حنابله و ترمنځ زيات تعصب و، چې فتنه به ترې راپيدا کيدله، بحثونه مناقشې به ګرمې وې اصحاب الحديث د قلمونو له چاړو سره ورپورته شول نږدې وه چې سړی ووژني.
ذهبي رحمه الله وايې: زه وايم دا خلک اصحاب الحديث نه دي بلکه فاجران او جاهلان دي الله تعالی دې د دوی شر لرې ساتي. (سير اعلام النبلاء)
• په دې اعتراف کول چې احناف، اشاعره، ماتريديه او حنابله ټول اهل السنة والجماعت کې داخل دي.
• د افغانستان د مسلمانانو مذهبي وحدت د خدای تعالی ستره لورينه ده، بناء غير مقلدين ورونه په هغو ساحو کې د خپل دعوت لپاره هلې ځلې ونکړي چې اوسيدونکي يې احناف دي ځکه له دې څخه سترې فتنې راپورته کيږي او همدا کړنلاره موږ ته له خپلو اسلافو راپاتې ده.
امام مالک رحمه الله وايې چې ما ته مهدي پاچا وويل: ای ابو عبد الله، يو کتاب جوړ کړه، زه به ټول اسلامي امت ورباندې عمل کولو ته مجبور کړم.
ما ورته وويل: ای امير المؤمنينه، دغه سيمه (مغرب) کې خو هسې هم زما مذهب رائج دی، په شام کې هغه عالم دی چې ته يې ښه پيژني، د عراق خلک خو د عراق خلک دي.

په يوه بل روايت کې راځي امام مالک رحمه الله وايې: چې کله منصور پاچا د حج لپاره راغی زه يې راوغوښتلم، زه ورغلم خبرې مې ورسره وکړې، ما ته يې وويل: کلک عزم مې کړی چې ستا دغه کتاب يعني موطأ ډيرې نسخې وليکم، او بيا د مسلمانانو هر ښار لوري ته يوه نسخه وليږم، او امر ورته وکړم چې دې کې کوم مسائل دي په هغو عمل ورباندې وکړي او نور پريږدي، ځکه اصل علم د مدينې د خلکو روايت او علم دی.
ما ورته وويل: ای امير المؤمنينه، دا کار مه کوه، ځکه خلکو ته مختلف اقوال رسيدلي، بيلابيل احاديث يې اوريدلي، مختلف روايات ورته شوي، هر قوم هغه قول کلک نيولی چې وررسول شوی، عمل يې پرې کړی او غاړه يې ورته ايښې، او دا ټول اختلاف د رسول الله صلی الله عليه وسلم د اصحابو او نورو (تابعينو) له اختلاف څخه ناشي او راپيدا ده، اوس دغه مسلمانان له خپلې عقيدې څخه راګرځول سخت کار ده، خلک پريږده او مذهب يې پريږده د هر وطن خلکو چې د ځان لپاره څه غوره کړي هماغه ته يې پريږده. (سير اعلام النبلاء )
بناء د اطرافو هوښياران بايد د نيږديکت لپاره کار وکړي، د درز اچوونکو مخه ونيسي، دغه اختلافات ولو که په بشپړه توګه له منځه وړل امکان نلري خو که نيتونه صفا وي، د اختلافاتو له منځه وړلو صادق اراده موجوده وي، زړونه له حسد او ظلم څخه پاک شي، د ايماني اخوت په فضاء کې په عقيدوي او فقهي اختلافاتو کې دغه تندريځي له منځه وړل کيدای شي.

د طرفينو علماء په دې مکلف دي چې د مسلمانانو د وحدت لپاره کار وکړي، شته اختلافات د اختلاف د اصولو په دائره کې وپالي، د يو بل له تکفير، تبديع، تضليل او تفسيق څخه ډډه وکړي، په دې برخه کې د افغانستان اسلامي امارت د دعوت او ارشاد او امر بالمعروف وزارت له لوري مقرر کړل شوې اصولنامه باندې کلک عمل وشي ډيرې ستونزې ورسره هواريدلای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx