دیني، سیرت او تاریخ

له سهاره تر ماښامه؛ په ورځني ژوند کې (۵۰۰) سنتونه راژوندي کړئ!

حسان مجاهد
رسول الله صلی الله عليه وسلم ويلي دي: «زما د امت د فساد په زمانه کې چې څوک زما يو سنت راژوندی کړي؛ هغه لره د سلو شهيدانو ثواب ده.» تاسې فکر وکړئ! تردې زمانې به د امت د فساد او فتنو بله کومه زمانه وي؟

ذوالنون مصري او حسن بصري رحمهما الله تعالی وايي: د الله تعالی د حبیب صلي الله عليه وسلم اتباع  «په اقوالو، افعالو، اخلاقو، اوامرو او سنتو کې» د الله تعالی د محبت علامه ده.

که له موږ دنيوي کار يا ګټه پاته شي؛ نو موږ يې څومره په هڅه کې يو! خو زموږ په ورځني ژوند کې ډېر سنتونه له موږ خوار پاتې دي، خو هيڅ مو پام هم نه وي، چې دا کار سنت يا ادب دی، نو په دې دور فتن کې بايد موږ ټول سنن او اداب راژوندي/ عملي کړو، تر څو دا کار د الله تعالی او د هغه د حبیب ص د رضا، محبت او زموږ د ژوند د تنظيم ذريعه جوړه شي.

په دې ليکنه کې غواړو، هغه ورځني سنتونه او آداب ذکر کړو، چې له سهاره تر ماښامه هر انسان  ورسره څو ځله مخ کيږي.

د خوب سنتونه:
_۱ له خوبه د راويښېدلو په وخت په مخ لاس تيرول.
۲_ دا دعا( الحمد لله الذي احيانا بعد اماتنا واليه النشور) ويل.
۳_ له خوبه بعد مسواک وهل.

د حمام سنتونه:
۱_ حمام/ ضرورت ځای ته؛ په چپه پښه ننوتل.
۲_ په ښۍ پښه راوتل.
۳_ د ننوتلو په وخت ( اللهم اني اعوذ بک من الخبث والخبائث) ويل.
۴_ د راوتلو په وخت (غفرانک) ويل.
که اقلا څوک په ورځ کې درې ځله د ضرورت ځای ته ځي؛ نو مجموعه (۱۲) سنتونه کيږي.

د اودس سنتونه:
۱_ تر اوداسه وړاندې (بسم الله) ويل.
۲_ مسواک وهل.
۳_ درې ځله لاس وينځل.
۴_ درې ځله په خوله اوبه رغړول.
۵_ درې ځله په پوزه اوبه رغړول.
۶_ له ښي طرفه اندامونه وينځل.
۷_ د اندامونو موښل.
۸_ د ږيري خلالول.
۹_ د ګوتو خلالول.
۱۰_ کلمه شهادت ويل.
۱۱_ هر اندام درې ځله وینځل.
۱۲_ زياتې اوبه نه مصرفول.
۱۳_ اودس په کور کې کول.
۱۴_ د اودس وروسته دوه رکعته نفل کول.
که په ورځ کې پنځه ځله اودس وشي؛ نو مجموعه (۷۰) سنتونه کيږي.

د پوښاک او جامو سنتونه:
۱_ په پښه کولو کې ښی بوټ/ چوټه مخته کول.
۲_ په کښلو کې چپ بوټ/ چوټه مخته کول.
۳_ د جامو په اغوستلو کې ښی لاس/ پښه مخکې کول.
۴_ په کښلو کې چپ لاس/ پښه مخته کول.
۵_ د جامو د اغوستلو او ايستلو په وخت کې (بسم الله) ويل.
که هر انسان په ورځ کې څو ځله پوښاک او جامې په مسنونه طريقه واغوندي؛ زيات سنتونه کيږي!

د وتلو او ننوتلو سنتونه:
۱_ کور/ خونې يا بل ځای ته په ښۍ پښه ننوتل.
۲_ په چپه پښه وتل.
۳_ د ننوتلو او وتلو په وخت دالله ذکر کول.
که هر انسان په ورځ کې څو ځله په مسنونه طريقه وزي/ ننوزي؛ زيات سنتونه کيږي!

د مسجد سنتونه:
۱_مسجد ته وختي تلل.
۲_ مسجد ته په سکون او ارام سره تلل.
۳_ مسجد ته پیاده تلل.
۴_مسجد ته په ښۍ پښه ننوتل.
۵_ په چپه پښه را وتل.
۶_ د ننوتلو په وخت (اللهم افتح لې ابواب رحمتک) ويل.
۷_ د راوتلو په وخت ( اللهم انې اسألک من فضلک ) ويل.
۸_ مسجد ته له ننوتلو سره سم(تحية المسجد) دوه رکعته نفل کول.
۹_په اول صف کې درېدل.
۱۰_ دنيوي خبري نه کول.
که پنځه ځله څوک مسجد ته لاړ شي؛ نو مجموعه (۵۰) سنتونه کيږي.

سنن رواتب لمنځونه:
۱_ تهجد (دشپې لمونځ کول).
۲_د سهار سنت کول.
۳_د څاښت لمونځ کول.
۴_ ضحی(د غرمې لمونځ) کول.
۵_ د ماسپښين سنت کول.
۶_ تر مازيګر مخکې څلور رکعته کول.
۷_ له ماښام وروسته سنت کول .
۸_ له ماخستن وروسته سنت کول.

له مسلمانانو سره د ملاقات «مخامخ کېدلو» سنتونه:
۱_ د ملاقات په وخت سلام کول.
۲_ مصافحه (يعنې لاس په لاس کې ورکول).
۳_  په ورين تندي او تبسم ور سره مخ کيدل.
۴_ درخصتيدا په وخت هم سلام کول.

د خوراک سنتونه:
۱_ لومړی لاس وينځل.
۲_ ( بسم الله) ويل.
۳_ په ښي لاس خوراک کول.
۴_ له خپلي مخې خوراک کول.
۵_ د لوېدلي ګولې خوړل.
۶_ په درو ګوتو خوراک کول.
۷_ په مسنونه طريقه کېنستل(چې ښۍ پښه ودروي او په چپه پښه کېني).
۸_ د ګوتو څټل.
۹_ د کاسې څټل.
۱۰_ په هر نوع خوراک قناعت کول.
۱۱_ له خوراک وروسته دعا کول.
۱۲_ له خوراک  وروسته لاس وينځل.

د چښاک سنتونه:
۱_ بسم الله ويل.
۲_ په ښي لاس چښاک کول.
۳_ په درې ساه سره چښاک کول.
۴_ په ناسته چښاک کول.
۵_ په پای کې الحمد لله ويل.
که په ورځ کې درې ځله خوراک څښاک وشي؛ نو مجموعه (۵۱) سنتونه کيږي.

د مجلس سنتونه:
۱_ سلام کول.
۲_که ځای نه و، دمجلس په پای کې کېنستل.
۳_د مجلس په منځ کې نه کېنستل.
۴_د مجلس په پای کې (سبحانك اللهم وبحمدك أشهد أن لا إله إلا أنت ، استغفرك وأتوب إليك ) ويل.
۵_ له مجلسه دوتلو په وخت، هم سلام کول.

تر خوب مخکې سنتونه:
۱_ (بإسمک اللهم اموت واحيا) ويل.
۲_ په لاسونو باندي ( قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ) ( قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ) ( قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ) چوپ کول او بيا په ټول بدن درې ځله تيرول.
۳_ آيت کرسي ويل.
۴_ په اودس ويده کيدل.
۵_تر مخه بستر څنډوهل.
۶_ په ښي اړخ پرېوتل.
۷_ ښی لاس تر ښي طرف مخ لاندې کول‌
۸_قبلې ته مخامخ پرېوتل.
دا هغه سنتونه و، چې له سهاره تر ماښامه هر مسلمان ورسره خامخا مخ کيږي.

بېلابېل سنتونه:
۱_ په مياشت کې يو ځل قرآنکريم ختمول.
۲_ د ماخستن له لمانځه وروسته ژر ويده کيدل.
۳_د مسلمانانو حوائج پوره کول.
۴_ مسلمانانو ته دعا کول.
۵_ سپينې جامې اغوستل.
۶_ له ماښام وروسته ماشومان د باندې نه پرېښودل.
۷_ د ويده کېدا په وخت اور مړ کول.
۸_د ماښام لخوا د لوښو سر پټول.
۹_ له ګناه وروسته دوه رکعته دتوبې لمونځ کول.
۱۰_ په ستړې مشې کې دبل چا له لاسه ژر لاس نه لري کول.
۱۱_ له مسافر او میلمه سره له کوره وتل.
۱۲_وصيت ليکل.
۱۳_ باران ته څه حصه بدن لوڅول.
۱۴_ پرچيدونکي انسان ته (یرحمک الله) ويل.
۱۵_ دغم/ مصيبت په وخت کې (انا لله و انا اليه راجعون)ويل.
۱۶_ دخوشحالې په وخت (الحمد لله)ويل‌.
۱۷_دحيرانتيا په وخت (سبحان الله)ويل.
۱۸_ له ناروا څخه سترګې ساتل.
۱۹_ بازار ته د ننوتلو په وخت( لا اله الا الله وحده لاشريک له ، له الملک وله الحمد وهو يحي ويميت وهو حی لایموت بیده الخير وهو علی کل شئ قدېر) ويل.
۲۰ _ د جمعې په ورځ سورت کهف ويل.
۲۲_ د ارږمي په وخت خوله په لاس پټول.
۲۳_ له آذان وروسته دعا کول.
۲۴_ له مؤذن سره دآذان کلمې تکرارول.
۲۵ _  د مياشتي د ليدلو په وخت کې  (اللهمَّ أهلَّهُ علينَا بالأمنِ و الإيمانِ، و السلامةِ و الإسلامِ، و التوفيقِ لما تحبُ و ترضى، ربُّنا و ربُكَ اللهُ) دعا ويل.
۲۶ _ له لاري د ضرر شی لري کول.
له دې سره دلمانځه يو پنځوس سنتونه دي، ( خو موږ دموضوع دطوالت په خاطر ذکر نکړو) چې په ورځ کې مجموعه (۲۵۵) سنتونه کيږي. نور الايضاح ۶۱
۱_ یادونه: ياد سنتونه (په څه اختصار)  له « الف سنة ضرورية في حياة يوميه» عربي رسالې څخه را ټول شوي دي او  هلته ټول د (صحاح سته) کتابونو په حواله ذکر شوي دي او د ياد حساب له مخې ټول (۵۰۰) سنتونه کيږي.
ان شاء الله تعالی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx