افغانستان

کابل: افغانۍ د ډالر مقابل کې ارزښت ترلاسه کړی؛ نن یو ډالر په ۸۵ افغانۍ تبادله کیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱ کب، ۱۴۰۰ل): د شهزاده سرای د صرافانو ټولنه وايي، چې نن د هیواد په بازارونو کې یو ډالر د ۸۵ افغانیو په بدل کې تبادله کیږي.

د سرای شهزاده صرافان وايي چې نن شنبه د بازار خلاصېدو سره یو ډالر د ۸۴ افغانۍ په بدل کې تبادله کېده چې غرمې وروسته یې ارزښت ۸۵ ته لوړ شو.

افغانۍ د د تېرو څو ورځو راهیسې پرلپسې توګه د ډالر مقابل کې ارزښت پیدا کوي.

شاوخوا یوه اونۍ وړاندې ډالر د افغانۍ مقابل کې ۹۰ افغانۍ تبادله کېده.

د سرای شهزاد صرافان وايي چې د ډالرو نرخ د تغیر په حال کې دی او ممکن تر دې زیات ارزښت د افغانۍ مقابل کې د لاسه ورکړي.

د چارو شننونکي د ډالر مقابل کې د افغانۍ ارزښت لوړيدل د ملګرو ملتونو له خوا افغانستان ته د نغدو ډالرو راوړل؛ د نویو افغانیو نه چاپ او په بازار کې کم عرضه کېدل؛ د افغانستان بانک له خوا په مسلسل ډول د ډالرو لیلام؛ ډالرو پر قاچاق بندیز او د افغانستان سیاسي وضعیت ښه کيدل بولي.

په افغانستان کې تر نوي تحول وروسته په بازار کې د بې ثباتۍ له کبله افغانۍ د ډالرو مقابل کې بې ساری ارزښت د لاسه ورکړی و او یو ډالر تر ۱۲۴ افغانۍ تبادله کېده.

خو د حکومت تر مداخلې وروسته افغانۍ خپل بایللی ارزښت بېرته ترلاسه کړ.

د افغانۍ مقابل کې د ډالرو د ارزښت کمېدو یو لامل هغه مهال د ډالرو د قاچاق، په مارکېټ کې د فزیکي ډالرو نشتون او د یو شمېر صرافانو له خوا په مصنوعي ډول د ډالرو د نرخ لوړول ښودلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

افرین د نر بچیانو ! نړۍ ته یې معلومه او سابته کړۍ چې تاسو په دولتداري او اقتصاد بادی پوهیږۍ . !

غوربندي

ښه شو چې دا خبر مې د سند په توګه وموند، ددې نرخونو تر شا د صرافانو د ظالمې مافیا لاس دی،، کله چې د بشري مرستو اړوند د نقدو ډالرو کڅوړې کابل ته راورسېږي نو د صرافانو مافیا ورته قیمتونه راوغورځوي،،، تر څو یې په ټیټ نرخ وپیري او چې کله خلاص شول نو له بیا پلور څخه مخکې یې بېرته نرخ لوړوي. په دې توګه د صرافانو مافیا د بې وزلو خلکو له خویو 20 فیصده ډالر په ګنډه وهي. مرکزي بانک باید د ډالرو د پیر او پلور خدمات پخپله وړاندې کړي او د صرافانو مافیا ته… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx