افغانستان

اسلام اباد کې افغان سفارت: تر راتلونکو درې ورځو افغانان پر تذکره افغانستان ته تللی شي

نن ټکی اسیا (شنبه،  ۲۱ کب، ۱۴۰۰ل): په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وايي هغه افغانان چې تېرو څو ورځو راهیسې په تورخم او چمن دروازو کې بند پاتې دي کولای شي په را روانو درې ورځو کې افغانستان ته په تذکرو سفرو وکړي.

پاکستان څو ورځې وړاندې ناڅاپي په تورخم باندې افغانستان ته پر تذکره او مهاجرکارت تګ باندې بندیز ولګولو چې له کبله یې هغه افغانان چې ویزه او پاسپورت نه لري په پاکستان کې ایسار پاتې شول.

تر دې وړاندې پاکستان پر تذکرې او مهاجر کارت باندې افغان اتباع افغانستان ته پرېښودل.

افغان سفارت وايي چې دوی له اړونده پاکستاني چارواکو سره دا ستونزه شریکه او له هغوی نه یې د حل او آسانۍ غوښتنه کړې چې حاضره تر راتلونکو درې ورځو لپاره په تورخم کې بند پاتې هېوادوالو ته د اوښتلو اجازه ترلاسه کړې ده.

سفارت زیاته کړې چې پاکستاني لوري ژمنه کړې چې د راتلونکي لپاره به پر داسي حل لاره کار وکړې ترڅو د تګ راتګ په برخه کې دا ستونزې په ښه ډول حل کړای شي او افغانان او پاکستاني اتباع وکولای شي، په آسانۍ سره سفر وکولای شي.

پاکستان په داسې حال کې د تورخم له لارې پر تذکره افغانستان ته تګ باندې محدودیت وضع کړی چې دغه هېواد د تېرو شاوخوا ۴ میاشتو راهیسې افغان اتباعو ته د انلاین ویزو ورکړه په بې سارې ډول کمه کړې او د اکثریت افغانانو د ویزې غوښتنلیکونه ردیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

که په کاغذی تذکرو خلک پریږدی بیا نو هر څوک یی جوړولی شی پدی صورت کی به ډیر پنجابیان هم د افغانانو په نوم راشی ځکه چی کاغذی تذکره هر څوک جوړولی شی څومره دی پکار دی؟

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx