افغانستان

ترانسپورت وزارت: راتلونکې نږدې کې به د پاک-افغان بسونو تګ راتګ پېل شي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱ کب، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت ویلي چې په نږدې راتلونکې کې به د کندهار-کویټه او ننګرهار-پېښور ترمنځ د مسافر وړونکو بسونو تګ راتګ پېل شي.

د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي وایي چې دا خدمات به د دواړو هېوادونو مسافرو ته د ترانسپورت خصوصي شرکتونه ترسره کړي، چې لا دمخه ورته نوملیکنه شوې ده.

نوموړی زیاتوي، «د مسافرو د تګ راتګ لپاره به خدمات پنځه افغان شرکتونو او پېنځه پاکستاني شرکتونو لخوا وړاندې شي، مونږ غواړو له نورو ګاونډي هېوادونو سره هم ترانزیټي او ټرانسپورتي خدمتونه پراخه کړو».

د ټرانسپورټ وزارت چارواکو ډاډ څرګند کړی؛ هڅې روانې دي، چې له ایران او ازبکستان سره هم نوې ټرانسپورټې او ترا نزیټي تړونونه لاسلیک شي.

د خصوصي ترانسپورتي شرکتونو د ټولنې غړو هم له یاد وزارت غوښتنه کړې چې باید د پاکستان سربېره نورو ګاونډي هېوادونو سره هم د بسونو تګ راتګ سیستم فعاله کړي.

د خصوصي ترانسپورتي شرکتونو مسئولین وایي چې کولی شي خپلو مسافرو ته د نړیوال ستندرد سره سم خدمت وکړي او له ګاونډي هېوادونو سره د مسافرینو په لیږد بهیر کې ونډه واخلي.

دوی وایي خصوصي شرکتونه هغه معیاري بسونه لري چې په سیمه او ګاونډي هېوادونو کې شتون نه لري.

د یادونې ده چې له دې وړاندې تېر کال نومبر کې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي پاکستان ته په وروستي سفر کې موافقه وکړه چې د پاک-افغان مسافر وړونکو بسونو خدمتونه یوځل بیا فعالیږي، کوم چې په 2016م کال کې ځنډول شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

ښه خبره ده چی د ویزی او پاسپورت په اساس وی.

مشوره

د پاکستان سره دیر احتیاط کوی چی داسی تفاهم ورسره وشی چی د افغانستان ګتی پکی وی خو دا هله شونی ده چی اسلامی امارت په کار پوه خلګ ورسره کینوی . داسی خلګ نه لکه د لورو زده کرو وزیر عبدالباقی

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx