نظــر

تېر په هېر راځئ موجود فرصت څخه سالمه استفاده وکړو

احمد منصور

سر آګاه يو څلوېښت کلنه جګړه مو تېره کړه ډېر فرصتونه مو له لاسه ورکړل، بايد زغمل مو آزمايلي وی لېکن خپل نظري اختلافاتو او پر لپسې يرغلونو دې ته پرېنښودو چې د يووالي او اتفاق په لور ګامونه واخلو، وروستۍ جګړه مو وليدله چې له بهرنيو خو ګيله نه مو کوله خپلو مونږ سره بې رحمه برخورد وکړ خو ملت حوصله لوړه وساتله د اشغال پر ضد نه هېردونکې مبارزه يې وکړه، د اشغالګرو را وارېدېدونکي څه وتښتېدل څه تم شول د وخت اميرالمؤمنين يو داسې سياست خپل کړ چې د نړۍ والو ټولې پېش ګويانې او تخيلات يې درواغ ثابت کړل د ظلم پر ځای مهرباني، د غچ پر ځای هم پذيري او د بې ځايه تېزوالي پر ځای سالم مصلحت ځاي ونيوه دا چې کوم دريځ يې خپل کړ او اړتيا ورته څومره وه او د دې سترې فتحې په راتګ کې څومره ورته په ګټه تمام شو مونږ ماتحت څومره مکلف يو چې ننګه او ملاتړ يې وکړو په لنډ ډول به بحث وکړو.

د امير المؤمنين ستايلې او منلې پرېکړه عمومي عفوه وه چې هم يې محمدي سنت پر ځای کړل هم يې دا ثابته کړه چې مونږ تر کومې کچې دين او ملت ته ژمن يو که سيرت مطالعه کړو عفوه پکې ځانګړی باب ده همدا ډول آګاه به شو چې مصلحتونه په پام کې نيول تر کومې کچې فوائد لري، د مکې د فتحې په مهال رسول الله (صلی الله عليه وسلم)عمومي عفوه اعلانوي د هغوي لپاره چې کلونه يې د نبي (عليه السلام) پر وړاندې له هېڅ ډول آذيت رسولو، د نظامي، سياسي او فکري جګړو څخه درېغ نه ده کړې نه تنها چې عفوه يې ورته کړې له فتحې دمخه يې په ځينو امتيازاتو هم نازولي وو، که د علماوو کتابونه ولولو د نبي عليه السلام د همدغه اقدام مفاد څومره ډېر يې په ګوته کړي، د رسو الله (صلی الله عليه وسلم ) دغه برخورد ته غيرې مسلم هم حيران دي خو زمونږ ځينې احساساتيان ځانونه تر مشرانو فهم لرونکي بولي او مصلحتونه د تسليمۍ په معنا تعبيروي، دوی ته مې مشوره دا ده چې لومړی سيرت او اسلامي تاريخ په دقيق ډول مطالعه کړو، وبه پوهيږو چې مصلحتونه د مسلمانانو د ښه ژوند په موخه د وخت نېک چارواکي اختياروي همدا ډول د خلفاء راشيدينو سيرتونه او د خلافت دورې يې بايد مطالعه کړو وبه پوهيږو چې ډېر اوقاتو کې جديت والۍ مصلحت بلل شوی او ډېرو اوقاتو کې يې نرمښت مصلحت بللی غواړم درې بېلګې يې د لا وضاحت په توګه يې ذکر کړم.

۱-ابوبکر (رضي الله عنه)چې ډېر مهربانه وو او د نرم مزاج څښتن وو چې کله خليفه شو کوم قوم چې د زکات له ورکړې انکار وکړ پر وړاندې يې جهاد فرض وباله حال دا چې ډېر صحابه کرام آن د عمر (رضي الله عنه) په شمول يې د دې پرېکړې مخالف ول خو ابوبکر دا جديت مصلحت وباله ويل يې که يې پر وړاندې نرمښت اختيار شي سبا به د اسلام له بل حکم اداء کولو څخه انکار وکړي پايله به دا وي چې هر قوم به د خپلې خوښې حکمونه مني هماغه وو چې نور صحابه کرام هم ورسره موافق شول او د زکات منکرينو پر وړاندې يې جهاد وکړ او بېرته هغوی له خپل دې عمل څخه تېر او زکاة يې ومانه.

۲- په مدينه منوره کې چې څومره منافقين ول ټول رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ته معلوم ول
پوښتنه له رسول الله (صلی الله عليه وسلم) وشوه سره له دې چې درته معلوم دي او آذيت آزار يې تر زيات ده ولې يې وژنې نه؟
رسول الله (صلی الله عليه وسلم) لامل دا ډول ورته ذکر کړ چې دوی خو ظاهراً مسلمانان دي که چېرته يې ووژنم بيا به فرصت طلبي خلک له وخت څخه استفاده وکړي کوم خلک چې د اسلام د راوړلو په موخه راځي هغوی به ډاروي او ورته وايي به چې محمد ته ور نه شې هغه خپل ملګري وژني که لږ فکر وکړو دلته رسول الله (صلی الله عليه وسلم) دغه لږ آذيت په ځان منلی د راتلونکي ستر خير مفادو په اُميد چې هغه نور اسلام ته رابلل دي همدا مصلحت دی.

۳- کله چې د صلحې حديبې تړون وشو ډېرې مادې داسې وې چې ظاهراً سختې تمامېدې آن تر دې چې عمر (رضي الله عنه) خپل خفګان له ابوبکر رضي الله عنه سره شريک کړ، ابوبکر يې په اړه ډاډ ورکړ چې همدې کې به مصلحت او خير وي.

هغه مادې په لاندې ډول دي:

تړون کې له محمد سره صلی الله عليه وسلم ليکلو څخه د مشرکينو انکار کول

مشرکينو ويل که له مونږ څوک درغی د اسلام د منلو په موخه هغه به راکوي خو که له تاسو څوک مونږ ته راغی هغه مونږ نه درکوو.
مشرکينو ويل چې سږکال تاسو مکې ته نه شئ تلای اوس لاړ شئ کال ته به راځئ او ورته وويل زياتو وسلو سره به نه راځئ.

پورتنۍ مادې واقعاً چې د زغملو نه دي، شخصاً زه نه شم منلی خو رسول الله (صلی الله عليه وسلم) دغه مادې د مصلحت په بناء ومنلې، مثبتې پايلې مونږ وينو چې رب العزت همدا تړون په فتحې ونوماوه يعنې همدغه تړون د فتحې پيلامه شو.

اوسنیو اميرانو مو که عمومي عفوه اعلان کړې، مصلحتونه او مفاد يې په نظر کې نيولي، ومو ليدل چې مشران سره له دې چې ډېرو فشارو سره مواجه ول خو نه يې په نظام معامله وکړه، نه له څه ورته تېر شول د شريعت خلاف که اوسنۍ عفوه څوک بولي ور دې شي ورته کېديني او خپل دلايل دې ورته وښيي.

دا چې د نقض لپاره دلايل هم نه لري اړتيا څه ده چې په اړه يې وغږيږو دا بايد ومنو چې رسول الله (صلی الله عليه وسلم) د امت د هدايت او لارښوونې لپاره مبعوث شوی تګلاره او راوړی قانون يې تر ابده د تطبيق وړ دی.

دا عفوه شوې ځينې که چېرته را ښکاره کيږي ودې ګرځي، اړتيا څه ده چې مونږ ټوله ورځ په اړه يې وغږيږو البته دا باید وضاحت ورکړو چې له عفوې برخمن نه بايد تحقير شي نه تقدير، يو افغان دی، شرعي عفوه ورته شوې تر هغه چې د اسلامي نظام له قانون څخه سر غړونه يې نه وي کړې په هېواد کې د اوسېدو حق لري راځئ تېر هېر کړو د هېواد د جوړونې په فکر کې شو او دغه زرين فُرصت څخه سالمه استفاده وکړو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx