شعـــــرونه

پۀ تیاره کې/ حماس

عمر حماس

یو وخت ؤ چې وهله به مو لاره پۀ تیاره کې
روان به غلې، غلې ؤ لۀ ډاره پۀ تیاره کې

خبرې به مو یو بل ته غوږونو کې کولي
چې جنګ ته به روان ؤ کله یاره! پۀ تیاره کې

لۀ ویرې به مو ځان ته ډېوه نۀ شوه بلولی
چورلکي ګرځیدې به تر سهاره پۀ تیاره کې

لۀ یخ نه به مو زني ګړزیدي او رپیدو به
پهرې ته به ولاړ ؤ پۀ نهاره، پۀ تیاره کې

خپل ځان به پۀ کې اوګورې تیارو نه رابهر شه
نادانه مخ ته مۀ نیسه هنداره پۀ تیاره کې

څۀ بل رقم ته کیف لري دا راز عمرحماسه
چې رب ته غلی ژاړي پۀ کراره پۀ تیاره کې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx