نړۍ

اوباما: په راتلونکي یوه کال کي به ۳۳ زره عسکر له افغانستان څخه وباسو

barak_obamaنن ټکی آسیا: د امریکا ولس مشر بارک اوباما اعلان وکړی چي په یوه کال کي به له افغانستان څخه ۳۳ زره عسکر وباسي.

هغه دغه اعلان تیره شپه ناوخته د خپلي نوي ستراتیژی د اعلانولو پر مهال وکړ.

اوباما چي خپل ولس ته يې د سپیڼي ماڼۍ څخه خطاب کوی، وویل چي د عسکرو د ایستلو دغه لړۍ به د راتلونکي میاشتي جولای څخه شروع سي،

او د روان کال ۲۰۱۱ تر پایه به لس زره عسکر وباسي، او د راتلونکي کال ۲۰۱۲ تر ووړي به دغه شمیر ۳۳ زرو عسکرو ته پورته سي.

هغه وویل چي ددې وروسته به هم په تدریجي توګه دغه لړۍ دوام ومومي او تر کال ۲۰۱۴ پوري بشپړه سي، چي دهغه وروسته به امریکايي عسکر یوازي د افغاني ځواکونو د ملاتړ لپاره هلته پاته وي، او په هیڅ نوعه جګړییز عملیاتو کي به برخه نه اخلي.

هغه وویل چي ددې تر څنګ چي مونږ په افغانستان کي افغاني ځواکونه پیاوړي کوو، مونږ په همدې جنګ ځپلي هیواد کي د سولي د هلو ځلو هم په پوره توګه ملاتړ کوو، او امریکا به د افغانستان په داخل کي د ټولو اطرافو تر منځ چي په هغو کي طالبان هم دي، تر منځ دسولي په ټولو هڅو کي شرکت او ملا تړ وکړي.

هغه وویل چي اوس وخت را رسیدلی چي په امریکا کي دننه خپل د ولس ستونزو ته پام وکړو، او هغه په ملیاردونو پيسي چي په افغانستان د جنګ له لاري ضایع کیږي، په امریکا کي ولګوو، او خپل د ولس په پرمختګ کي رول ولوبوو.

هغه وویل چي د راتلونکي کال ۲۰۱۲ په مي میاشتي کي به په شیکاګو کي د ناټو د غړیو هیوادونو غونډه وسي، چي په هغه کي به د افغانستان د جګړي په اړه هم مهمي پریکړي وسي.

{youtube}AplABHpuzqE{/youtube}

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x