شعـــــرونه

غزل _ تبسم

شاعر: محمد الله تبسم

د ځمکې تل راته اوبه ښکاري ډارېږمه نه
زما يارانو خفه نشئ ورکوزېږمه نه

د زمانې غوص الاعظمه رسېدلې پيره
له خپله ځانه لا تر دې دمه ورکېږمه نه

احتياط به ښه وي که ښه نه وي ما خو کړى نه دى
لکه د کاڼي له تندي ځينې شرمېږمه نه

تېاره صحرا ده په لاسونو مې مزل کوومه
وخته بې وخته به که خېر وي دررسېږمه نه

د چا د زلفو تصوره درته ډېر خوشحال يم
بغېر له تا نه به په تور او سپين پوهېږمه نه

ستا يو فقير چې تبسم وو دا يې عزم کړى
چې زمانې نه په هره لار بېلېږمه نه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x