ورزش

د رونالډو هاتریک او بریا؛ د نړۍ تر ټولو زیات ګول وهونکی لوبغاړی شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ کب، ۱۴۰۰ل): د نړۍ مشهور فوټبالر کریستیانو رونالډو په انګلستان پریمیئر لیګ کې د توتنهام هاتسپر پر وړاندې لوبه کې د مانچسټر یونیټډ په ګټه 3 ګولونه راوړل او په زړه پورې بریا یې لوبډلې ته ورکړه.

رونالډو په یاده لوبه کې د کیریئر 59م هاتریک سره د نړۍ تر ټولو زیات ګول وهونکی لوبغاړی هم شو چې ټول یې 807 ګولونه راوړل.

په انګلستان پریمیئر لیګ کې د انتونی کونټی لوبډلې «توتنهام هاتسپر» پر وړاندې رونالډو په 12مه دقیقه کې له شل مترۍ لرې په شاټ وهلو ګول راوړ، خو په 35مه دقیقه کې د هاري کین له لوري ګول راوړل شو او لوبه مساوي شوه.

خو درې دقیقې وروسته 37 کلن رونالډو یو ځل بیا له فرصته په ګټه پورته کولو د انګلستاني جودن سانچو په مرسته ګول راوړ، چې په دې سره لومړۍ نیمایي په دوه یو پای ته ورسېده.

د دوهمې نیمایي په 72مه دقیقه کې د مانچسټر یونیټډ لوبډلمشر هاري میګوایر په تېروتنه په خپل ګول توپ داخل کړ چې لوبه دوه-دوه مساوي شوه، خو په 81مه دقیقه کې یو ځل بیا رونالډو چې لوبډلې ورته شدیده اړتیا درلوده په زړه پورې ګټونکی ګول راوړ.

مانچسټر یونیټډ لوبډله په یادې بریا سره د ارسنال لوبډلې څخه دوه نمرې وړاندې شوه او څلورم مقام ته پورته شوه، خو د ارسنال لوبډله لا څلور زیاتې لوبې لري.

رونالډو چې په تېره نږدې کې په ګول نه وهلو له سختو غبرګونونو سره مخ و، د ټپي کېدو له کبله په لومړي ځل اونۍ وروسته راستون شو او غوره کارکردګي یې نندارې ته وړاندې کړه.

هغه د فوټبال په تاریخ کې تر ټولو زیات ګول وهونکی لوبغاړی شو. دغه راز یې 59 هاتریکونه په نوم شول، په داسې حال کې چې د نوموړي سیال لیونل میسي 55 هاتریکونه راوړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx