نظــر

د انتالیا مجلس او پکې هسکه پګړۍ

ابوبکر خپلواک

یوازې د نړۍ لادینه نه بلکه مؤمنان هم له خپلو دیني مقدساتو ورهاخوا له خپل هېواد، خپل رسم او رواج، کلتور او عنعناتو سره مینه پالي، دا د هر انسان په فطرت او خټه کې اېښودل شوی یو مشترک او منلی خاصیت دی.

پر موږ؛ هم د خپل وطن مینه غالبه ده، ممکن تر ډېرو نورو اوچته هم وي، خو د اظهار لار مو هغه نده، بېله ده او پټه ده، علت یې راته جوت دی؛ ځکه احمدشاهي ټاټوبی له نورې نړۍ متفاوت دی.

دلته یو داسې تور دور تېر شو چې هر څه پکې له خپل اصل مسیر واوښتل، ارزښت پکې خپل تعریف تحریف ولید او ځان ورته ذلیل ښکاره شو، دلته د نورو تر څنګ د وطني مینې د اظهار مسیر هم مردود او محدود و، یوازې همدا کافي ول چې سره او شنه ټوټه به دې تر سر تاو او یا ښکل کړه، انځور به دې واخیست او خلاص.

رښتيا هم هغې شپې دومره تاریکې وې چې آن د آزادۍ مبارزې او سرښندنې پکې خپل اوچت حیثیت بایللی و، راتلونکي نسلونه یې ممکن په منلو کې شک وکړي چې د آزادۍ د بیا اعادې لارویانو ته هغه اېجاد شوې بدې نامې وویني.

خبره او سوژه مې تر دې ذهن ته راغله چې پرون مې د انتالیا په ستر ترکي سیاسي مجلس کې د قدرمن وزیر متقي صاحب له خولې د جانان وطن نوم په کراتو اورېدلو.

هلته چې مې هسکه پګړۍ، مؤمنه پښتو او د قربانۍ د الفاظو (جهاد، شهید، او سنګر) مسلسل تذکر اورېد څه ډبره خو نه وم ضرور به مې حس د اعزاز کړی وي، مړ خو نه وم د نورو زلمو په شان به مې حتمي په خپل وجود کې د ولولو مست شور اورېدلی وي.

موږ له خپل جانان وطن سره مینه لرو، دا مینه به پالو او په میدان د عمل کې به یې پالو، د مینې علت معلوم دی، یوازې موږ نه بلکې دې زرخېزه زمین ته د نړۍ د مؤمنانو سترګې دي، کابل به د ماضي هغه له برمه ډک بغداد او دمشق ګرځي. په خدایي نصرت او مؤمنو ولولو پورې تړلې دا جملې نه نورې اوږدوم، پوهېږم چې ناځوانه مخالف یې بیا قوه د درک نلري، ملنډې او تش احساسات یې ګڼي. دا به وخت ته پرېږدو له افغانانو سره مل الله دی.

د نن نړۍ په پېچلي سیاسي میدان کې نظر او تحلیل کار د مشرانو ګڼم، زه پکې څه نه وایم، خو په تکرار سره دا وایم چې مشران مو مشفق او مدبر دي، د اعزاز نسخه مو یوازې همدا مؤمن نظام او اتحاد کیدای شي، موږ بدیل نلرو ځکه ځانځاني مو تر دیار د ذلت بیایي. راځئ مټې متحدې او مخ پر وړاندې لاړ شو. څښتن راسره مل دئ!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواسع

دامریکا له یرغل سره سم ځینو کلیموخپلی معناوی بدلی کړی لکه: ازادی، استقلال، هیوادپرستی، کلتور اوداسی نورو چی په زړونویی زخم جوړولو.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx