شعـــــرونه

هيچا ته په کار نه شوم/ ناګار

استاد فضل ولي ناګار

هيچا ته په کار نه شوم، ډېره مې سودا ده
عـشـق ته اوزګار نه شوم، ډېره مې سودا ده

خُم د لېمو څو کرت، واوښته زما په لور
ميو کې خمـار نه شوم، ډېره مې سودا ده

درد د بېلتانه د غم، سوز د بې رُخۍ د اور
سوی زړه چينار نه شوم، ډېره مې سودا ده

شوق د خوبۍ ورک نه شو، ذوق د يارۍ زور کوي
وران يمه په لار نه شوم، ډېره مې سودا ده

ژبې د ساده غزل، حس د جمال وشرماو
پټه خوله اظهار نه شوم، ډېره مې سودا ده

علم کې د خدای ملنګ، تـوره کې وروستی سړی
شعر کې “ناګار” نه شوم، ډېره مې سودا ده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx