ادبي لیکني

د عربو شهيدانو د جنازو خاطره «۳ برخه»

م رضوان الله فيضاني

د الوتکو دورې ورو په ورو زياتېدې او رانيږدې کېدې، مونږ خپل ذکرونه او دعاګانې کولې، له هغو نورو ملګرو سره مو رابطه کوله خو نه کېده، له ډېر کوشش سره سره بيا هم و نه توانېدو چې له هغوی سره رابطه وکړو، ځکه چې د چاپې په شپه به امريکانو داسې وسائل او امکانات برابرول او استعمالول چې د مبايل او مخابرو سيګنلې به يې قطع او پرې کولې، تر څو مجاهدين له يو بل سره مرسته او همکاري و نه کړي.

په اوله مرحله کې څلور ماشينه او جېټ الوتکو دورې وهلې، لږه شېبه وروسته چورلکې هم راورسېدې نو چاپه يقيني شوه، مونږ دعاګانې کولې او اذکار مو ويل، نيمه شپه وه او د الوتکو بوږنونکو غږونو په غرونو کې ډېرې بدې انګازې کولې، مونږ هم د رب په مرسته په ډاډه زړه په مورچو کې ناست وو، له وحشي دښمن سره د مخامخ کېدو او شهادت شيبې مو شمېرلې.

يو دم بېدرېغه بمبار شروع شو، چورلکو د شلکاوو سختې ضربې شروع کړې ورسره هم مهاله څلور ماشينه الوتکې هم بې درېغه راکټونه ورول پيل کړل، فضا د د دروند بمبار غږونو ونيوله، له اسمانه سره اورونه ورېدل ته وا سم قيامت جوړ دی، مونږ سره موجود يوه برخه ملګري په سجده پراته وو، خپل رب ته يې لاسونه لپه کړي وو، د چاپه مارو دښمنانو تر بريد لاندې ملګرو ته يې په اوښکو او سلګو کې د زړه له تله دعاګانې کولې.

بمبار له مونږ نه لږ لرې د قبلې طرفته په بل کلي کې شروع و، مونږ دا فکر کاوۀ چې زمونږ هغه بله ډله ملګري دغه کلي ته تللي دي، چاپه پر دوی ده او تر بمبار لاندې دي، له هغوی سره هېڅ رابطه نه کېده چې څه کومک او مرسته يې وکړو، د چاپې لړۍ د شپې تر ناوخته پورې روانه وه، مونږ ته دا درک نه لګېدۀ چې چاپه په چا ده، ځکه چې دغه خو غټه او پراخه سيمه وه، دلته ځينو نورو تنظيمي ډلو هم شتون درلود …
د شپې درېمه برخه په ختمېدو وه، د الوتکو غږونه ورو په ورو کمېدل او لرې کېدل لنډه دا چې چاپه ختمه شوه.

د شپې لږه برخه لا پاتې وه مونږ احطياطاً پر خپل ځای کې پاتې وو، هره دقيقه لکه د يو ساعت په څېر اوږدېده او ډېره درنده تمامېده، مونږ ويل چې شهيدان او زخميان به په کوم حالت کې وي !!! چې اوس زر تر زره ورورسېږو، خو حالت لا اضطراري و نو ځکه مو د تللو مثبه مشوره او موافقه په خپلو کې سره نه راتله.

د غم شپه سبا شوه، د سهار خواږه اذانونه شروع شول، پر ټوله سيمه د وحشي بمبار خړ ګردونه خپاره وو، لور په لور چوپه چپتيا خپره وه، مونږ هم په بېړه اودسونه تازه کړل او د سهار لمونځ مو اداء کړ، له لمانځه څخه وروسته کليوالو چای راوړ خو د چا له ستوني نه ښکته کېدۀ.

نور بيا …

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
بابر

مولوی صاحب محترم ! دا کیسه که په څلورمه برخه کی تمامه ګړی نو خه به وی ، ځکه زمونږ انتظار به هم پای ته ورسیږی .
مننه

بابر

د نورو برخو د خپریدو په طمع یو .

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx