نظــر

اطاعات بايد څه وکړي؟

ميا نور اغا

په دې کې شک نشته چې شیطان له انسان څخه مخکې خلق شوی، له اولې ورځې یې انسان سره دښمني راخیستې آن تر دې چې د الله جل جلاله رحمت څخه لرې ملعون او ورټلی شو بیا یې هم په دښمني پاللو قسم وکړ.

شیطان او دده انسي او جني لښکرې همیشه د حق مقابله کې اماده باش وي، د کجروي او ګمراهي له هیڅ وسیلې څخه دریغ نه کوي، د عصر مطابق د هرې فتنې له خپرولو او دجالي دسیسو څخه کار اخلي، له کفر، قتل، فسق، فجور، فحشاء، څخه نیولې آن تر مذهبي او فکري اختلافونو پورې د انساني معاشرې تخریب او بد عاقبت لپاره کار کوي.

د دوی دښمني همیشه د وخت او حالاتو مطابق تجدید کیږي.

له دې امله چې کله صلیبیانو په صلیبي جنګونو کې د قوي ماتې په برخلیک اخته شول، نو یې فکر وکړ چې مسلمانان د تورې په جنګ نه ماتیږي، دوی عقیده لري: که په جنګ کې مړ شي شهید او که ژوندی پاتې شي غازي دی، له مونږ سره جنګ جهاد ګڼي، شهادت ته نوی او تر پخوا ښه او هوسا ژوند او د رب لقاء وایي، له دې امله دوی نه ماتیدونکي دي، دوی شهادت دومره غوره ګڼي چې مونږ ژوند هغومره غوره نه ګڼو.

له دې امله دوی فیصله وکړه: چې باید مونږ دوی سره عقیدوي او فکري جنګ وکړو، د دوی ترمنځ فحشاء عامه کړو، فحشاء د موډرن او ترقي نشان معرفي کړه، همدارنګه باید دوی د اسلام له دین څخه لرې کړو نصرانیت ته یې را وبلو، که نصراني کیږي نه حد اقل باید صحي مسلمان هم پاتې نشي، د دوی معاشره باید له اسلامي معیارونو څخه لرې کړو، د دوی ترمنځ باید هر اړخیز د اختلاف او تفرقې تخم وکرو.

د دې منحوسو او شومو اهدافو حصول په خاطر یې د تنصیر، تبشیر، استعمار حرکوتونه د استشراق تر چتر لاندې شروع کړل او تر استغرابه راورسیدل، چې په دې وخت کې دوی د خپل منفور تحریک او هلو ځلو لپاره زیاته استفاده له رسنیو څخه کوي، خپلې رسنۍ یې په کنټرول کې دي او د اسلامي نړۍ رسني یا اخلي او یا یې کرایه کوي او یاهم د دوی لخوا بنیادي جوړیږي.

زمونږ اطلاعات او فرهنګ باید له وزارت نه نیولې تر لاندې کچې پورې، شیطاني دسائس عموماً یهودي او نصراني خصوصا په پوره دقت مطالعه او د نظر لاندې وساتي، په خپله اسلامي خاوره د دوی اجیر په نښه کړي، په خپلو رسنیو جرائدو کې د دوی منحوس اهداف رسوا او دوی بد ترین دښمنان معرفي کړي.

له دې سره اسلامي احکام په پوره ډول تر خلکو ورسوي، تهذیب الاخلاق، تدبیر منزل، تدبیر مدن او خلافت کبری، تشریح او مسلمانان ورسره عادت کړي.
د مسلمانانو ترمنځ د یووالي لپاره په پوره قوت سره کار وکړي، د تفرقو تشکیک، افراط او تفریط مخنیوی او سد باب په شعوري او هوښیاري سره وکړي.
د دجالیانو هر دجل او تلبیس باید رسوا او خپل رعیت ورڅخه وژغورل شي.

له دې سره د اسلام دین نشر او اشاعت په قوي درایت او عقلانیت سره وشي، تر څو انسانیت له شیطاني پنجو څخه ازاد او له خپل خالق سره مربوط شي.
دا کار هغه وخت قوي تر سره کیدای شي چې اهل او وړ کسان چې د روایت او درایت خاوندان وي وګومارل شي او قوي فکري نظریاتي ټیمونه وروزل شي.
مونږ د روسانو د یرغل په وخت یو طرفته د کمونزم دهري مفکوره نشریده او له بلې خوا د هغو سازمانونو لخوا سخت د نظریاتو او فکري جګړې ښکارشو چې دوی ځانونه مونږ ته خواخوږي معریفي کړي وو او مونږ مخلصین ګڼل.

په شل کلنه انقلابي دوره کې چې د امریکې او ناټو تر مشرۍ لاندې د اشغال په توګه وه د اشغال په ساحه کې له حربي جنګ سره سره سخت او هر اړخیز نظریاتي جڼګ او یرغل هم شوی وو, زیات ملحدین او فاسقان یې وروزل, د مجاهدینو په صفونو کې هم ځینې تقیه بازان ننوتي وو او لا حس کیږي, په هرصورت مونږ په یو اضطراري حالت کې وو بیا هم د توان مطابق کار روان وو.

اوس چې اختیاري او توانمندي حالات الله ج راوستی دي دا حالات باید غنیمت وګڼل شي او هیڅ قسم غفلت او کمزوري اونه کړی شي, له ټولو اسبابو او لارو چارو څخه پوره او سالمه استفاده باید وشي, په پوره ایمانداري, امانتداري او اهلیت سره مخکې لاړ شو نه یواځې خپل مسؤلیت ادا کړو بلکې سابقه نقصانات هم جبران کړو, او یوځل بیا د تیر په څیر متحد قوي امت اجابت شو او د امت دعوت لپاره قوي داعیان وګرځیږو.
و الله المستعان و هو نعم المعین!

میا نورآغا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx