ادبي لیکني

اسلامي ټولنه او د ليکوالو مسؤلیت!

حمزه الیاس

له دویمې نړيوالې جګړې وروسته چې کله امریکا واک ته ورسېده، دوی غوښتل چې اسلامي نړۍ تر خپل واک لاندې راولي. صلیبي غرب تېر تاریخ ته په کتلو نوې ستراتېژي غوره کړه، چې هغه فکري جګړه ده. صلیبي غرب له همدې لارې ټوله اسلامي نړۍ تر خپل واک لاندې راوسته (ټوله اسلامی نړۍ یې فکري غلامان شول) ځکه دوی فکري جګړه وکاروله.

صلیبي غرب د فکري جګړې لپاره لیکوالان، علماء او فرهنګي خلک وروزل او په هغه سره یې د اسلامي نړۍ ځوانان، اسلامي ټولنه، عنعنات او اسلامي فرهنګ اشغال کړ. اسلامي او ملي ارزښتونه یې تر پښو لاندې کړل. د سوچه اسلام پر ځای یې غربي اسلام؛ د اسلامي قوانینو پر ځای یې غربي قوانین؛ د اسلامي عنعناتو پر ځای یې غربي عنعنات او رواجونه اسلامي ټولنې ته راوړل.

تاریخ ته په کتلو سره کفار هېڅکله هم په عسکري جګړه کي نه دي بریالي سوي. دوی د مسلمانانو د مغلوبه کولو لپاره فکري جګړه وکاروله او په دې سره یې مسلمانان داسې مغلوب کړل، چی اوس هیڅ اسلامي او ملي ارزښتونه ورته ارزښت نه لري. بلکې د اسلامي او ملي ارزښتونو پر ځای ډېموکراسۍ ته لومړیتوب ورکوي.

که موږ او تاسې د فکري جګړې پر تاریخ لنډ نظر تېر کړو؛ نو راته څرګنده به شي؛ چي دوی تل زموږ په خلاف لیکوالان، علماء او فرهنګي خلک په روزلي دي.

صلیبي غرب په افغانستان کې هم د فکري جګړې لپاره له ليکوالانو، علماوو او فرهنګي اشخاصو نه کار واخیست.

محترمو اسلامپالو مبارزینو او لیکوالانو!
موږ او تاسو ته اوس دروند مسؤلیت را تر غاړې دی. هغه دا چې موږ او تاسو د جهاد په دویم پړاو کې قرار لرو، چې هغه د فکري جګړې مقابله ده.
د فکري جګړې عسکر عام ولسي خلک او اسلحه یې کتاب، قلم، کتابچه، مکتب او مدرسه ده.
زموږ او ستاسو هدف زموږ او ستاسو تر ژوند لوړ دی.

محترمو ليکوالانو!
موږ او تاسو باید په کراره کښېننو، بلکې د اسلامي ټولنې د اصلاح لپاره شپه او ورځ پر ځان یوه کړو او د ځوان نسل د روزني لپاره رغنده ګامونه واخلو، ځکه رب ذوالجلال چې موږ له کوم نعمت څخه برخمن کړې يو؛ دا ډېر لوی نعمت دی او تر څنګ یې یو لوی مسؤلیت هم دی.
د همدې نعمت د شکرانې لپاره باید شپه او ورځ روڼه کړو او د ټولنې د اصلاح لپاره کار وکړو او د پاشل شوي امت د بیا یو ځای کېدو لپاره له هیڅ رقم تکالیفو څخه درېغ ونه کړو.

محترمو لیکوالانو!
که موږ او تاسو په کرار کښېنو او خپل مسؤلیت درک نه کړو؛ نو قسم مې دې په هغه ذات وي، چي زما روح یې په لاس کې دی، له موږ او تاسو سره به د قیامت په ورځ د دې نعمت حساب کیږي.

د دې لپاره چې په ورځ د محشر رب ذوالجلال او نبي علیه السلام مبارک ته ټيټي سترګې ولاړ یو، راسئ د اوس څخه آخرت ته توښه برابره کړو.
زه ډېر ملګري وینم، چي د اشغال د ختم سره یې خپلو لیکنو ته شا ورګرځولې ده. که پوښتنه ترې وکړې، وایي د هڅونې څوک نشته.
ای! د الله بنده مونږ خو دا کار صرف لله فی لله کوو، د خلکو هڅونو ته ضرورت نه لرو. دا زموږ مسؤلیت دی او موږ به خپل مسؤلیت پوره کوو.

د جهاد امام شهید السعید ډاکټر عبد الله عزام تقبله الله ویلي دي:

“‏اسلامي تاریخ په دوو کرښو لیکل کېږي:
«توره کرښه» کومه چې د علماوو د رنګ کرښه ده.
«سره کرښه» کومه چې د شهیدانو دوینو کرښه ده”
الحمد لله د تاریخ یوه کرښه پوره سوې ده، چي هغه سره کرښه ده.
هغه استشهادیانو او تنکیو ځوانانو د خپل سر په قېمت خپل مسؤلیت پوره کړ.
اوس وخت د تورې کرښې دی.
موږ او تاسو هم باید د خپلو شهداوو، اسلافو او مشرانو تاریخ خپل را روان نسل ته ولیکو؛ تر څو هغه د خپلو اسلافو تاریخ ته په کتلو د نړۍ د کفارو مقابله وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx