نظــر

حکومتولۍ کې د زغم اړتيا او اهميت

ميا نوراغا

حکومت د مملکت د قانون څارنې، نفاذ له ارضي تمامیت، اساساتو او معنویاتو څخه د دفاع نوم دی.
حکومت کې پوځ او پولیس مهم ارکان دي، تر څو پورتني مسائل تحقق ومومي؛ خو دا له مسلماتو او تجربه شویو حقیقتونو څخه دي چې له زیاتو لښکرو څخه د رعیت زړه خپلول ډیر تاثیر ګوزاره او د حکومتولي لپاره زیات مرسته کوونکی او منتج دی.

دا طبعي ده چې هر مملکت کې مختلف اقوام اوسیږي، له مختلفو ژبو رنګونو جوړ وي، مختلف طبائع افکار حتی عقائد لري.

دا هم منلی حقیقیت دی چې د رعیت ټولو وګړو ټولې غوښتنې د هیڅ حکومت په توان کې نشته، ځکه زیات وخت د مختلفو مزاجونو، نظریاتو، رسمونو غوښتنې بلکل متناقضې وي چې په یو وخت پرې عمل ناممکن وي.

له دې امله حکومت باید اول په داسې اساسي مسايلو کار وکړي چې د رعیت تر منځ مشترکې او له اولیتونو څخه وي، دوهم باید داسې قوي انګیزه ولري تر څو رعیت پرې راجمع او زړونه یې خپل کړي.

همدا رنګه په رعیت کې د نظر مخالفین او د حکومت منتقدین باید تر هغه وخت وزغمل شي او له پراخې سینې څخه کار واخيستل شي ترڅو چې بغاوت ته خبره نه وي رسیدلی.

خو د زغم او حوصلې معنا دا بلکل نه ده چې د نظریاتي مخالفانو دومره قدرداني وشي چې د رعیت نظریاتي واګي د دوی په لاسو کې ورکړی شي، نه، هیڅکله نه، دا وحدت نه دی بلکې انتشار دی، انګیزه نه ده زمول کېدل دي، مصلحت نه دی ګډوډي ده، چې بد نتائج یې په هر وخت کې لیدل شوي.

د رعیت فکري او اساسي واګي باید د مخلصو، پاکو، مصالحو او نظریاتو ته وفادارو باعلمه او تجربې خاوندانو ته ورکړل شي، تر څو د هر قسم تفرقې، انتشار او بغاوتونو مخنيوی وشي.

فکري او نظریاتي مخالفین دې په زغم او حوصلې سره په نورو ځایونو کې وزغمل شي، په دوی دې کوښښ وشي ترڅو مهمو او اساسي مسائلو ته متوجه شي او مشترک یې وګڼي، دوی سره برخورد په نرمۍ وشي ترڅو یې مخالفت په موافقت او ورورګلوۍ بدل شي، ذهنونه یې د پردیو او شیطاني زهریله موادو څخه پاک او سپیڅلتیا ته مایل شي.

همدا رنګه رعیت بالخصوص همفکره خلک باید په خپلو مشرانو نیک ګومان کوونکي وي، که کوم ظاهر ناخوښه عمل ترې احساس کړي په تنقید او د مخالفت په اظهار کې باید توندي ونه شي، تر هغې له صبر څخه کار واخسیتل شي تر څو د مسئلې حقیقت او نوعیت پوره روښانه شي، ځکه ډېر کرته ظاهراً یو کار خلاف اولی ښکاري، خو له وضاحت څخه وروسته معلومه شي چې ډېر مصالح ورپورې تړلي وي، همدا رنګه که پوره واضحه شي چې یو کار ناسم او بې باکه ترسره کیږي باید عامل یې تنبیه او تنقید شي او د طمعې په خاطر هیڅ تسامح ونشي تر څو شرعي او ملي فریضه فوت نشي.

راځئ چې ټول یو بل وزغمو یو بل ته مینه ورکړو یو بل ته له حوصلې کار واخلو او درګزر وکړو.
خو په هیڅ اصل باید سودا ونه کړو، هیڅ وخت د اساساتو او معنویاتو واګي، کجروو، بې باکو او کمزورو خلکو په لاس کې ورنه کړو، د اساساتو او نظریاتو په وړاندې باید همیشه حساس او ویښ واوسیږو، ان شاء الله کامیابي او سر لوړي به مو په برخه وي.

حسبنا الله و نعم الوکیل!

میا نورآغا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx