ادبي لیکني

پټه خزانه

محمدالله عباس

پټه خزانه د هوتکي پاچا اعليحضرت شاه حسين هوتک د واکمنۍ د نامتو ليکوال محمد هوتک د داود خان هوتک زوی هغه تذکره ده چې په (۱۱۴۱- ۱۱۴۲لیږدیز -سپوږمیز / هجری ق.) کلونو کې ليکل شوې او د پنځوسو پښتنو شاعرانو او ليکوالو ژوند ليکونه يې د تاريخ په زړه کې ساتلي دي . دغه ګټور کتاب په کال ۱۳۲۲ لمريزکال کې لوی استاد علامه پوهاند عبدالحی حبيبي وموند او له پاړسي ژباړې سره يې خپور کړ.

د پټې خزانې له برکته د پښتو ادبياتو تاریخ ډیرې ورکې پاڼې خو نامتو څیرې رابرسیره شوې او جوته شوه چې پښتو ژبه لرغوني ادبيات لري،خو د وخت ناخوالو ، پېښو او جگړو ورنه ډیر څه خوړلي دي . که څه هم د پټې خزانې تر خپریدو کلونه وروسته یو شمیر د پښتو ژبې سیاسي متعصبو او پردي پالو عناصرو پر دغه کتاب بې مانا او بې منطقه نیوکې هم وکړې او ځینو خو داسې هم هڅې وکړې چې څرگنده کړي ، چې دغه کتاب گواکې ( جعلي ) او لوی استاد علامه عبدالحی حبیبي پخپله لیکلی دى.

علامه حبیبي د (پټې خزانه) په رابرسېره کولو سره د پښتو ادبیاتو په تاریخ کې د یوې داسې څېرې په توگه وپیژندل شو ، چې د پښتو ژبې لرغونى تاریخ یې راژوندی کړ او ټولو افغانانو د علامه عبدالحى حبيبي دغه هڅه ډېره وستایله.

د پټې خزانې تر خپرېدو پورې دمخه داسې گومان کیده، چې پښتو ادب له بایزید روښان، خوشال بابا او رحمن بابا نه راپیلیږي ، په داسې حال کې چې پټې خزانې ثابته کړه چې پښتو ادب ډېر پخوانی تاريخ لري او دپښتو تر ټولو زوړ شعر د امیرکروړ هغه تاریخي ویاړنه ده چې له تاریخي پلوه د خورا ارزښت نه برخمنه ده چې د ویلو تاریخ یې (۱۳۹) هجری ق. ته ورگرځي.پټه خزانه ډیرز ځلې چاپ شوی دی او هم په پارسي، آلماني ( جرمني )، روسي، انګریزي او عربي ژبو ژباړل شوی دی.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx