
امیر خان متقي ته؛ د مبتکر موسی شفیق د دفن شوي سیاسي مسیر د احیاء فرصت!
جمال ایوبي
دا بارزه ده چې د هېوادونو د سیالۍ، ملي غرور، ارتقاء او مستحکم والي اساسي عنصر په کُل کې حاکمیت دی چې دا په نړۍ کې د یو هېواد خپلواکي ښه ترسیم او ممثل مشران بیا همدا اهداف تعقیبوي.
افغانستان په داخلي او بهرنۍ ازادۍ کې د بلا بدرنګو تحولونو شاهده پاتې شوې دا چې د نړۍ سره د اتصال او بیا د یوې جغرافیې د جواهرو د تفسیر یو له ښه سټېجونو څخه خارجه وزارت دی خو؛ متاسفانه افغانان د تاریخ په اوږدو کې د استعمار د هجومونو له وجې، دې متحرک ځای ته د ختلو څخه تکرارا محروم پاتې شوي.
دا چې د افغانستان خاوره په نوولسمه پېړۍ کې د دوو یرغلونو د ازمېښت میدان ګرځېدلی، نو په همدې اساس مو بهرنۍ ازادي جامده او د یؤه اوږده زمان لپاره د محکومیت په دار ځړېدلې وه خو ددې اوږده پېغوري محکومیت څخه د پتمن نجات بنیاد د خپل پلار او نیکه د فکر او فطرت مخالف مبتکر امیر امان الله خان کېښود، چې مغرور انګریز ته یې د سور خط د ایستلو وروسته په قاطع او مؤمن دریځ سره په لومړي ځل د خارجي پرېکړو د عدم اجازت بدنام منډ مات او افغانانو ته یې د داخلي ترڅنګ په خارجي سیاست کې هم ازادي سوغات کړله او د اړیکو رغولو یو نوی موړ یې ایجاد کړ.
په هغه کلابنده، دشوار او تنګ وضعیت کې دغې دریځ ته ښکته کېدل د امان الله خان د ملي انګېزې، سیاسي عمق او بصیرت سره غوټه بحث دی چې دا هرڅه ددې وړې مقالې له هضم پورته دي.
متاسفانه! چې په تاریخي تسلسل کې د امیر امان الله خان دا پتمن مسیر او د وقار منار ته پورته کېدونکې لاسته راوړنه د قدرت په نیلي سپرو نااهلو لخوا په کراتو کراتو په خپل مریض انتخاب سره په هغه زنځیرو وتړله چې د هېواد د سیالۍ یون یې پرې د اوږدې زمانې لپاره ټکنی کړ.
د ظاهرشاه دوره او بیا په سیمه کې د ګواښونو او ستونزو سره مخامخ افغانستان دا ځل د نظامي مانورونو پر ځای سیاست ته ضرورت درلود چې د متلاشي وضعیت څخه ناهیلي افغانان د امیدوارۍ پر هغه ډاډمنه فضا ونازوي ترڅو د ثبات لپاره پکې ډېر څه میسر شي.
صحنې ته د موسی شفیق راڅرګندېدل؛ په بهرني سیاست کې د تجرید شویو افغانانو د پیوندوالي او د پورته ذکر شوو ستونزو د حل لپاره یو مثبت څرک او شین کارت و.
له ایران سره له یوې پېړۍ راپاتې د اوبو پېچلې قضیه او کړکېچ چې بلا مشران مو پکې د داسې حل او انتاج څخه عاجز و چې ملي ګټې پکې په یوه ښه بستر کې وساتي خو شهید موسی؛ په خپل سیاسي فهم او ملي محوره فکر سره دا دشواره او له ناندریو ډکه موضوع د افغانستان په نفعه ودروله خو په هماغه زمان کې یو څو جامد فکرو افغانانو ددې تړون په بدل کې په موسی شفیق د خاین نوم سریښ کړ خو تاریخي کردارونه، تړونونه او پېښې هغه څه دي چې منفي او مثبت اثرات یې په اینده کې پر جغرافیې تأثیر او راتلونکي نسل ته په میراث پاتې کېږي چې د همدې سلسلې په تعقیب د موسی شفیق د تړون مثبت اثرات اوس هم بارز دي.
ددې ترڅنګ موسی شفیق هڅه کوله ترڅو د ډیورنډ د بدنامې کرښې د حل لپاره یوه معقوله خو ډانګ پېیلې لاره وسنجوي خو له بحران ډکې کودتاه دا موضوع لاینحله او دېته ورته بلا مسایل یې پخپل حال پرېښودل.
د شهید موسی؛ اووه”۷” میاشتنۍ دوره د افغانستان د دولت او حکومت د ټینګښت، استحکام، ثبات او د نړۍ سره د اتصال لپاره دومره رنګینه وه چې د هغه وخت شوروي”اوسنۍ روسیه” ددې سیاسي نبوغ”موسی شفیق” شتون د ظاهرخان په دارو مدار کې د ځان لپاره ننګونه او د افغانستان په قوت تعبیروله په داسې حال کې چې د موسی شفیق سیاسي فکر د خپلو اسلامي او ملي ارزښتونو په دائره کې د هېواد پر ثبات راڅرخېده چې وار دمخه د ایران سره په تړون درېدلي شهید موسی د ګاونډیانو سره د چلنج او ګواښ له سیاسي مسیر څخه بېزاري ښودلې وه.
د شهید موسی شفیق سیاسي ژوند او مثبت تحرکات د افغانستان د سیال کېدو له پړاو سره قوي غوټه درلودله چې د همدې فکر تعقیب پای؛ د شهادت دنګ منار ته پورته کړ.
له موسی شفیق وروسته څلور لسیزې وشولې چې نه افغانانو بل موسی پیدا کړ او نه یې په همدې تسلسل کې د بهرنۍ ازادۍ شرف وموند ،دا که څه داخلي کشمکش و چې دا فرصت مو ونه موند او څه د روسیي او امریکا+ناټو یرغلونو وو چې افغانانو پکې نۀ یواځې دا چې بهرنۍ ازادۍ وبایلله بلکې داخلي ازادي سلب او په مجموع کې مو هرڅه د یرغلګرو تر واک لاندې راغلل او د واک په ګدۍ یې د نمایش او د حساسیتونو د عدم پارونې لپاره یو څو اوباشې څهرې کېنولې تر خپلو سیاسي او بنیادي مصالحو ته په اسانۍ سره رسېدګي وکړای شي.
ولې ددې یادونه باید وکړم چې د روسیي له یرغل او د داخلي انډوخر وروسته اسلامي امارت په لومړی دوره کې خپلواکه بهرنۍ پالیسي درلودله دا چې مغرورې نړۍ له موږ سره تضاد او د دښمنۍ لاره تعقیب کړله نو په دې برخه کې د متحرک سیاسي فعالیت پر ځای په جامد برخلیک اخته شو.
نو بناء؛ الله تعالی د یوې اوږدې تاریکې زمانې وروسته په سرتاسري امنیت او د خپلواکۍ په هغه نعمت ونازولو چې دا ځل پکې بیا اسلامي امارت د ملي حاکمیت له غرور څخه برخمن دی.
اوس د عالي قدرت څخه برخمن افغانستان د لوی نعمت څښتن دی ځکه په حال کې د نړۍ اکثریت هېوادونه ددې امتیاز څخه محروم دي په دې مانا چې یو دولت باید په خپلو ملي او بین المللي چارو کې د بل هیڅ ارګان او مرجع د کنټرول لاندې نه وي چې اوس ددې ځانګړتیا شرف افغانستان ته حاصل دی.
د خپلواک افغانستان برحاله خارجه وزیر امیرخان متقي صاحب لپاره پس له لسیزو که دا سټېج په لومړي قدم کې د انتخاب له زاویې ویاړ دی مګر؛ د عمل په دنیا کې هغه مسؤلیت دی چې کردارونه یې د پتمن تاریخ برخه ګرځي ،نۀ پر دې چوکۍ کېناستل.
زموږ د زعامتونو؛ لپاره دا یو طلایې فرصت دی باید په تمکین او منطقي دریځ سره ددغه مثبت تحول څخه مثمره او داسې استفاده وکړي ترڅو د حیثیت او منافعو د حفظ تر څنګ پکې د نړۍ سره په پېیلي ډول سیال تعامل ولرو.
د څو جانبه ستونزو څخه د نجات لپاره؛ د شهید شفیق محتاطانه خو مستقلانه حرکات او فعالیت، سیاسي درایت، ژور فهم او فلسفي تفاهمات چې افغانستان یې د سیال کېدو خواته سوق کړی و هغه باید مطالعه ،استفاده او اخذ ترې وشي ترڅو د نړۍ په سیاسي قمار کې محاصره افغانستان یو وار بیا له دغه سټېج څخه په یوه مهذبه لاره نجات ومومي او هم افغانانو ته په دې نوي تحول کې دا تآثر ورکړل شي چې له لسیزو دفن شوی د موسی شفیق خپلواک سیاسي مسیر بېرته احیاء کېدونکی دی چې همدا فکر کولای شي ترڅو په کم وخت کې زیات سرعت طی او د پرمختګ موجونه مو ګړندي کړي.