شعـــــرونه

چې یې په زړونو کې نشان کړی دی/ محمودي

سيد محمد محمودي

چې یې په زړونو کې نشان کړی دی
ولا نفرت دلته توفان کړی دی

موږ به له یو، بل نه ځار شوي وای خو
لوی شیطانت مو چا تر میان کړی دی

ژونده په څومره امیدو کې ورک یې
ژونده دا تا څومره تاوان کړی دی

چې بشپړ پوه یم د وصال په قدر
په ما کې دا اثر هجران کړی دی

درده یوازې دې پرې ایښی نه یم
درده په ما دې لوی احسان کړی دی

ډېر له اصلي مشکله نه دي خبر
ډیرو په ما غلط ګومان کړی دی

محمودي هغه دی، څه اوږد سفر یې
د ژوند پر ستړی بیابان کړی دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx