نظــر

رازق هم جاجو ته ورځي!

لیکوال: ډاکټر عطامحمد رحیمي
په دیارلس کاله کې اوس د لمر په څېر راته روښانه ده، چې کله هم هغه د طالبانو خبره د کابل په ادارې زور راشي نو نارې سورې شروع کړې چې د طالبانو په لیکو کې پاکستانیان نېغ جنګېږي.
که په دې يې هم دخټوپوزه د لوړېدو توان ونه لري، نو سمدستې پخپلو فرهنګي اربکیانو غږ وکړي او هرې رسنۍ ته اعلاميې ولېږي، ځان ته يې پام نه وي چې ضد او نقیض خبرې ترې خپرې شي.
پرلپسې تبلیغاتو ته زور ورکړي چې په فلاني ځای کې مو دومره طالبان ژوندي ونیول، په فلاني ځای کې مو دومره له منځه یووړل او …
جالبه په دې څو ورځو کې پېښه شوه، چې دروغجن په خپلو خبرو کې سره تېروتل.
شیرمحمد کريمي په کندهار کې باټې وویشتې او جدي يې وویل دوی به په نره کې په کندهار، روزګان او هلمند کې د حګړې مخه نیسي.
خو په چايې نیسي؟
د هلمند په سنګین کې د ملي اردو یو عسکر خپلې غبرګې پښې له لاسه ورکړې، دی د هلمند په مرکزي روغتون کې د شمشاد کېمرې ته ژاړي او وايي چې هیڅوک مو مرسته نه کوي.
دیو چا چې له نرانوسره په جګړه کې هغه باتور او پرې مصرف شوی عسکر دغسې ښځينه پړینګنه روحیه ولري، پر دې به نو شیرمحمد کریمي دهغه چا مخه ونیسي چې ایوب سالنګي دنوروز په لومړۍ ورځ وویل چې مخه يې نه نیول کېږي.
په جلال اباد کې د کال په پیل کې د سرتیرو بریدونو په اړه ازادي راډیو ایوب سالنګی غږاوه،چې تاسو خو ویل چې موږ لکونه عسکر د امنیت د خوندیتوب لپاره نغد چغد درولي، چې راتلونکې ټاکنې خوندې کړي او دکابل نجونې د نوروز مېلې بې غمه وکړي. له هغه نه خوله ط ظ شوه وايي:
څوک چې له سره تېر وي، د هغه مخه نه نیول کېږي.
خو کریمي وايي چې زه يې پخپلو هغو عسکرو نیسم چې دورځې شل دېرش طالبانو ته تسلېمېږي.
د کریمي له باټو لا ورځ نه وه تېره چې د موسی کلا له ولسوال شریف خان نه راز وویل شو او بې پامه يې وویل چې که طالبان یو څو پوستې لا نورې ونیسي زه مجبور یم تر لښکرګاه هم تېرشم اوکابل ته ورسېږم. ولسوالي په سقوط کېدو ده.
چې د ده خبره لا نه وه پوره د سنګین ولسوال پخپله خدای وشرماوه او ويې ویل چې زه او یو د اردو قومندان له ټپی کېدو وروسته په روغتون کې یو.
دوی بې له دې چې د طالبانو ځیرکۍ ته ځير شي، څاروان کلا ته د حال معلومولو په تمه روان و.
له دې ټولو ناندریو او زرګونو دغسې نورو نه چې دولت يې په ډېپرېشن اخته کړی دی.
په کندهار کې د بچه بازانو مشر جنرال رازق ته خوله ورکړه او هغه هم د خپل ځان د شهرت دغه ښه موقع وبلله او د تېر په څېر يې د بل چا ورپېچکارې شوې خبره پخپله خوله وکړه، ده په وړه خوله ډېره لویه خبره وکړه، ده ته خدایزده چا ویلي دي چې ته نو کله تر سیاف ښکته يې، ورځه پرې ، مرې خو هسې هم، زړه خو تش کړه.
ده وویل: طالبان مو چې چېرې ګیر کړل، ويې وژنئ!
له دې خبرې يې ښکاري چې رازق لا تر اوسه له خپلو چرسیانو نه و خبر، چې هغوی ته خپلو ډنمارکي استادانو لا تر ده وړاندې دا ورښودلي و، چې له طالبانو سره انساني چلند د انسان سپکاوی دی.
رازقیه! له تا لکه چې هېر شو،تا پخپله د استشهادیانو بدنونه لوڅ د بولدک پر سړک وغورځول، ته قهرېدلی وي او داسې دي انګېرله چې غټه توره کوي، خو دهغوی روحونو په کړس کړس درته خندل، خو تا کاڼه او ړانده نه لیدل اونه اورېدل.
له تا لکه چې هېر دي چې همدا ستا په کندهار او هلمند کې پر شهیدانو متیازې وشوې، وسوځول شول او آن پر جسدونو يې جنسي تېري وشول.
تاسې وړاندې کله کولای شوای چې ځان انسانان ثابت کړئ، تاسې له هغه وخت خپل انسانیت په لغته وواهه چې د انسانیت له دښمنانوسره غاړه غړۍ شوئ.
زه وایم په دې خبره دې لکه چې ولیو خارښ کړی او ځان جاجو ته ور رسول غواړې.
د خیبري ګوزار شېبې شماره…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افضل

تربور چی پر تربور زور شی.بیا ده مور په نامه بولی

جاوید

مننه ډاکټر صاحب خوند دې په کړی، داسې ځیږه مطالب خوند او مزه دواړه لري

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x