شعـــــرونه

د رڼاګانو لښکر/ عمر صديق

عمر صديق
شکر فاتح شو د غازيانو طالبانو لښکر
محوه نيستي شوه، د صليب او غلامانو لښکر

ها د رڼاوو لارویانو سپین سهار راوړلو
رڼایې راوړه د رڼاوو رڼاګانو لښکر

دلته به داسې د پردیو هیلې خاورې وي تل
نه مني دلته مسلمان د کافرانو لښکر

هغه خرییلي پتلون خېل او غلام خېل ذلیل شول
اوس خو ښکاریږي هر طرف د سپین پټکیانو لښکر

ها د غني او د کرزي لښکر نسکور شولو نور
وینم ښارو کې د سپېڅلیو عمریانو لښکر

وینو یې سره ګلونه شنه کړل د هیواد لمن کې
ربه قبول کړې زمونږ د ګرانو شهیدانو لښکر

دا به وي ډیره ناځواني که مو کړل هیر شهیدان
خیال کې ساتو به ها د تللیو قربانیانو لښکر

عمرصدیقه د رب شکر په نفلو اداء کړه
چې شو حاکم د امارت د اتلانو لښکر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx