روغتیا

کارپوهانو په بریتانیا کې د نوي خطرناک ویروس خپریدو خبرداری ورکړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۱ کب، ۱۴۰۰ل): په داسې حال کې چې نړۍ له کرونا ویروس څخه د خلاصېدو چمتو والی نیسي، د بریتانیا روغتیایي چارواکي وایي دغه هېواد کې نوی ویروس رامنځته شوی دی.

د العربیه خبرپاڼې د راپور له مخې، د «نوروویروس» په نامه دغه ویروس چټک خپرېدونکی او آن وژونکی لیدل شوی دی.

راپور زیاتوي چې ویروس په تنګو او د ګڼې ګوڼې ځایونو کې لکه روغتونونه، ښوونځي او بازارونو کې خپریږي، چې څرګندې نښې یې شدیدې قۍ کولو او اسهال رامنځته کېدل دي.

نوروویروس ویروس د خوړو یا ککړو اوبو او یا هم د ککړو سطحو له لارې خپریږي، او د اخته کس سره په مستقیم تماس کې بل کس ته هم انتقالېدی شي.

د «مایو کلینیک» ویبپاڼې په وینا، د نورو ویروس نښې معمولا له یوې څخه تر دریو ورځو پورې دوام کوي، او ډیری خلک پرته له درملنې په بشپړه توګه رغیږي، خو د زیات عمر کسان او ماشومان ممکن اوږدې درملنې ته اړتیا ولري.

د یادې ویبپاڼې د راپور له مخې په ځینو مواردو کې د نوروویروس په بدن کې ډي هایدریشن یا وچوالي، خوارځواکۍ او یا آن د مړینې لامل کیدلی شي.

په داسې حال کې چې کانګې او اسهال د یاد ویروس څرګنده نښې دي، خو ځینې نه پوهیږي چې د خیټې او سر درد او لوړه تبه هم ددې ویروس رامنځته کونکي د ژمي بدې حشرې څخه کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx