ټولنیزه برخه

اووه ډوله ښځې د نکاح وړ نه دي!

ليکنه: معظمه

امام غزالي رحمه الله په خپل کتاب احیاء علوم الدین کې رانقلوي چې:
یوه عرب خپلو زامنو ته نصیحت وکړ، چې د دغو صفاتو لرونکو ښځو سره واده مه کوئ؛ که څه هم هغوی په حسن، جمال او شتمنۍ کې بې ساري وي؛ ځکه له دغسي ښځو سره نکاح کول د ټول عمر د افسوس او ارمان سبب ګرځي.

هغه ۷ ډوله ښځې دا دي:

۱- انانه ۲- منانه ۳- کنانه ۴- حنانه ۵- حداقه ۶- براقه ۷- شداقه

۱ – انانه: هغه ښځه ده، چې تل يې سر تړلی وي؛ یعنې هر وخت شکایت کوي او دا یې عادت ګرځېدلی وي.

۲- منانه: هغه ښځه ده، چې هر وخت پر خپل خاوند احسان اچوي؛ چې ما خو ستا سره دغه احسان کړی دی او ستا له خوا ما ته هیڅ هم نه دي راکول شوي.

۳- کنانه: هغه ښځه ده، چې همېشه د تېر وخت شیان یادوي؛ چې په فلاني وخت کي زما سره دغه شیان او هغه شیان وو، خو اوس نشته.

۴- حنانه: هغه ښځه ده، چې هر وخت خپل پخوانی خاوند یادوي او وايي: هغه عجيبه ښه سړی و، خو ته هغسې نه يې!

۵-حداقه: هغه ښځه ده، چې همېشه خاوند ته فرمایشونه ورکوي؛ هر شی چې وویني، د هغه غوښتنه کوي.

۶- براقه: هغه ښځه ده، چې همېشه په خپل ځان جوړولو مصروفه وي؛ فېشن یې عادت ګرځېدلی وي او نور ضروري کارونه ځينې پاتې وي.

۷- شداقه: هغه ښځه ده، چې تېزه ژبه لري؛ هر وخت خبري جوړوي او خبرې بیانول يې کار وي.

دا د ښځو نومونه نه دي؛ بلکې د ښځو صفتونه دي.

پند: ددې لیکنې مطلب دا دی چې ښځي باید دغه صفتونه له ځانه څخه لرې کړي ځکه د کورنیو مشکلاتو سبب ګرځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طاهر

که دا ستا خبره صحیح او قطعی وی نو ډیر خلک باید خپلی ښځی طلاقی کړی ځکه په یوه ډول نه په یوډول په اکثرو ښخو کی یو یا څو د دی صفتونو شته

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx