روغتیا

چین کې تېره ورځ د کرونا ۳۴۰۰ نوې پېښې، د ۱۷ ملیونه نفوس ښار بشپړ قرنطین شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲ کب، ۱۴۰۰ل): د چین روغتیایي چارواکي وایي چې په دغه هېواد کې تېره ورځ د کووید-۱۹ له ۳۴۰۰ زیاتې نوې پېښې ثبت شوي چې په تېرو دوه کلونو کې تر ټولو زیاتې دي.

چین چې د کرونا ضد صفر تګلاره لري، د نوې پېښو په زیاتوالي سره د شینزن ښار ۱۷ ملیونه نفوس بشپړ قرنطین کړی دی، چې له مخې یې د یوه کور څخه یوازې یو کس په دوه ورځو کې یو ځل د اړتیاو پوره کولو لپاره بازار ته د تللو اجازه لري.

د شینزن چارواکي وایي چې د خلکو د قرنطین کولو ترڅنګ په ښار کې د ترانسپورت چارې هم ځنډیدلي چې لږ تر لږه تر ۲۰ مارچ پورې به دوام وکړي.

دوی وایي د ښار په بېلا بېلو ځایونو کې به د خلکو درې ډلییز معاینات ترسره کیږي.

په چین کې د کرونا ویروس د پېښو زیاتېدو سره چارواکي اړ شوي چې په شنګهای ایالت کې هم ښوونځي وتړي او په ځینو نورو شمال-ختیځ سیمو جیلین او یانجي کې قرنطین اعلان کړي.

چین له یوې مخې د «کرونا صفر» تګلاره لري، خو بل لوري ته د کرونا نوې څپې په چین کې دغه تګلاره له یوې ازموینې سره مخامخ کړې ده.

ددغې تګلارې په اساس په هره سیمه کې چې دا ویروس وموندل شي هلته ژر تر ژره قرنطین اعلانیږي، ترانسپورت ځنډول کیږي او خلک په ډله ییز ډول معاینه کیږي.

بل لوري ته د روغتیا نړیوال سازمان عمومي مدیر تیدروس ادانوم تېره چهارشنبه خبرداری ورکړی و چې دا ناروغي لا هم پای ته نه ده رسېدلې، په داسې حال کې چې د ناروغۍ له ۲ کلونو زیاته موده تېره شوې او په ټوله نړۍ کې د ملیونونه کسانو د وژل کېدو لامل شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx