نظــر

بې حجابي که بد حجابي؟

رحمت الله فیضان

گرانو لوستونکو یو ټکي ته مو پام را اړوم هغه دا چې زموږ مبارزه او قرباني او زموږ له مبارزو څخه د ولس ملاتړ د دوو سترو هدفونه لپاره و:

۱-د اسلامي نظام قیام
۲-د هیواد استقلال

موږ د خپلې مبارزې دوهم هدف چې عبارت دی د هیواد له استقلال څخه کامل تر لاسه کړی، اشغالګر په ګونډو شول او مزدوران یې لاس تر زنې حیران ورته کښیناستل، نن ورځ طالب د نړۍ ستر سپر طاقت دی که یې څوک مني که یې نه مني، نن زموږ مشران په نړیوالو کنفرانسونو کې له هسکو شملو سره په جګو سترګو ولاړ وي، هیچا ته یې سر او سترګې ټيټې نه دي که یې څوک په رسمیت پیژني که یې نه پیژني مهمه نه ده.

د حدودو او قصاص قیام، د ولس تر منځ عدالت، د ولس لپاره مصؤنیت او د ټولنې د وګړو فکري اصلاح د اسلامي نظام اساسي برخې دي، بدبختانه، نه تر اوسه اساسي قانون تدوین شوی، نه حدود قایم شوي، نه قصاص قایم شوی، نه د ټولنې د فکري اصلاح په برخه رغنده ګامونه اخیستل شوي او نه هم د کامل مصؤنیت د را منځته کیدو په موخه له اختطافچیانو سره روڼ حساب کتاب شوی، نه تر اوسه د مسلمان او کافر له لوري په رسمیت پیژندل شوي یو، مشران لگیا دي په نړیوالو عامه افکارو کار کوي، له دې ټولو ستونزو سره سره بیاهم زموږ یو شمیر ملګري د ښځو په پلونو پورې نښتي دي د اصلاحي فکر پر ځای د افراطیت زګنالونه خپروي.

ملګرو!
دا یاد ساتئ تر څو چې د یوې ټولني حاکمان نه وي اصلاح شوي او ټولنه په فکري لحاظ نه وي اصلاح سوې، نه به په رعیت کې اصلاح را منځته شي او نه به د خلکو د څېرو ظاهري اصلاح ګټه ولري.

زموږ نظام د یو اسلامي او خپلواک نظام په توګه میرمنو ته په دغو برخو کې کاري اړتیا لري، دا د مېرمنو اړتیا نه بلکې د نظام اړتیا ده:
۱-د دعوت او ارشاد په برخه کې
۲-د تعلیم او تربیه په برخه کې
۳- د لوړو زده کړو په برخه کې
۳-د پولیسو په برخه کې
۴- په حقوقي برخو کې
۵-په طبابت کې
۶-د دیني روزنې په برخه کې
۷ـ د لاسي صنایعو په برخه کې

دا هم باید یاد ولرو چې حجاب نه یوازې په اسلام کې بلکې په اوسني تحریف شوي مسیحیت او یهودیت کې هم فرض دی او په دې برخه کې د ټولو توحید ادیانو اجماع ده او هیڅ د بحث ځای پکې نشته.

موږ د افغانستان په تاریخ کې هم له اسلام وړاندې چې شرقي برخو یې له هندوايزم او بودایزم څخه پیروي کوله غربي څنډو یې له زردشتي آین څخه پیروي کوله د تاریخي شواهدو پر بناء هیڅکله بې حجابي پکې نه ده لیدل شوې او همدا راز له اسلام وروسته یې هم د بې حجابۍ شواهد نشته، افغانان له اسلام وړاندې او وروسته محجب ول او حجاب یې د کلتور حساسه برخه وه، هو ځینې بد حجابياني پخوا هم وې اوس هم کمې کمې تر سترګو کیږي، زه د بې حجابۍ او بد حجابۍ تر منځ پر توپير قایل یم، موږ باید د بد حجابۍ پر ضد د اجباري مبارزې پر ځای فکري مبارزه وکړو او په دې مبارزه کې موږ هله بریالي کیدای شو چې مېرمنې په اسلامي فکر وروزو او دعوتي خویندې له ځان سره ولرو، له دې پرته به هغه د پخوا په څیر آش او کاسه وي، موږ به له خپلو مېرمنو سره لاس او ګریوان یو، ګاونډیان او نړیوال به چکچکې راته کوي.

په درنښت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx