افغانستان

کابل: خلک د خوراکي توکو د قیمتونو د جګوالي څخه شکایت کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳ کب، ۱۴۰۰ل): د کابل محلي خلک د ډالر په مقابل کې د افغانۍ د ارزښت د لوړېدو سربېره د خوراکي توکو د قیمتونو پر لوړوالي شکایت کوي.
د طلوع نیوز د راپور سره سم که څه هم د افغانۍ ارزښت پورته شوی او د یوه ډالر په مقابل کې افغانۍ ۸۶ ته پورته شوې، خو د خوراکي توکو قیمتونو لا پر خپل حال پاته دي. دوی د افغانستان پر اوسني حکومت غږ کړی چې د قیمتونو د کنټرول لپاره اړین ګامونه اوچت کړي.

د کابل یوه هستوګن دین محمد رسنیو ته ویلی: په کابل کې د بیکارۍ کچه لوړه شوې، که څه هم د ډالر قیمت کښته شوی خو قیمتونه بیا هم پورته شوي دي.

درې میاشتي تر مخه د خوراکي توکو قیمتونه هغه مهال ډیر پورته شول کله چې د ډالرو په مقابل کې افغانۍ خپل ارزښت له لاسه ورکړ او د یوه ډالر په مقابل کې د افغانۍ قیمت ۱۰۵ او تر دې هم ټیټ شو، خو له هغه وروسته د افغانۍ د ارزښت د ښه کیدو سربېره قیمتونه پر خپل حال پاته سول.

بلخوا د عبدالحق عمري په نامه د افغانستان د تجارتي خونې یوه مشر ویلي چې په اوکراین کې د جګړې له امله هم په نړیوال مارکیټ کې قیمتونه پورته شوي دي، چې له امله یې پر افغانستان هم بد تاثیر کړی دی.

افغانستان خوراکي توکې په پراخه کچه د منځني اسیا هیوادونو، پاکستان او ایران څخه واردوي.

د غذا نړیوال سازمان اندېښنه ښودلې چې په افغانستان کې اقلا ۳.۵ ملیونه ماشومان د سوء تغذي ښکار دي او علاج ته اړتیا لري.
ددې تر مخه د یونیسیف ادارې هم وړاندوینه کړې وه چې په کابل ۲۰۲۲ کې تر پنځه کالو کوچني ماشومانو څخه به یې نیمی د لوږي سره مخ شي، او نړیواله ټولنه باید په دغسي بد وضعیت کې د افغانستان د خلکو سره همکار شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx