افغانستان

حکومت په وزارتونو او ولایتونو کې ګڼ شمېر ټاکنې کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲ کب، ۱۴۰۰ل): د افغان حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ذبیح الله مجاهد وایي چې د امیر المؤمنین د فرمان په اساس نوې ټاکنې شوې دي.

د نوموړي په وینا دغه ټاکنې په یو شمېر وزارتونو، ولایتونو او قول اردوګانو کې ترسره شوې دي، چې په لاندې ډول دي:

۱ــ د ټولګټو چارو وزارت پخوانی اداري او مالي معین بخت الرحمن شرافت د اوسپنیزي کرښي ادارې د سرپرست په توګه
۲ ـــ ملا فیض الله اخند د ملي ستندرد ادارې د سرپرست په توګه
۳ ـــ مفتي محمد حامد د ملي ستندرد ادارې د تخنیکي مرستیال په توګه.
۴ ـــ مولوي عطاء الله فرید د یادي ادارې د اداري او مالي مرستیال په توګه
۵ ـــ د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدماتو وړاندي کولو پخوانی معین ډاکتر عبدالباري عمر د غذا او درملو د ادارې د سرپرست په توګه
۶ ـــ د هرات ولایت د نظامي کمېسیون مخکینی مسئول مولوي غلام حیدر د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو د ادارې د سرپرست په توګه.
۷ ـــ د مذاکراتي ټیم پخوانی غړی شیخ مولوي عبدالکریم د عدلیې وزارت د مسلکي معین په توګه
۸ ـــ د سیاسي دفتر پخوانی غړی عبدالرحیم ثاقب د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو د معین په توګه
۹ ـــ مولوي عبدالکریم د ټولګټو چارو وزارت د تخنیکي معین په توګه
۱۰ ـــ د تخار ولایت پخوانی والي مولوي نورالدین د د ټولګټو چارو وزارت د مالي او اداري معین په توګه.
۱۱ ـــ مولوي عنایت الله د لوګر ولایت د والي په توګه
۱۲ ـــ د ۲۱۷ عمري قول اردو مخکینی مرستیال قاري محمد اسماعیل د تخار ولایت د والي په توګه
۱۳ ـــ د پروان ولایت غوربند ولسوالۍ اوسېدونکی حاجي کاظم د تخار ولایت د والي د مرستیال په توګه
۱۴ ــ د تخار ولایت پخوانی مرستیال ملا جان محمد اخند د ۲۱۷ عمري قول اردو د مرستیال په توګه وټاکل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx