نظــر

محمد محقق حقيقت درک کړ

عبدالرحيم ترین

د کابل ادارې د اجراییه ریاست پخواني مرستيال او د هزاره قوم وتلي سياستوال محمد محقق په تازه څرګندونو کې ويلې چې دی به د اسلامي امارت په وړاندې د هيڅ وسله والې مبارزې ملاتړ او يا هم وسله واله مبارزه ونکړي، ښاغلي محقق دغه خبرې په داسې حال کې چې په ترکي هيواد کې چيرته چې له تيرو څلورو ورځو راهيسي د آنتالیا د فورم لخوا را بلل شوې نړيواله مهمه غونډه روانه ده، او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو سرپرست وزیر امير خان متقي صاحب هم پکې د خپل ترکي سیال په رسمي بلنه ګډون کړی و.

متقي صاحب د غونډې په يوه څنډه کې څه کم دوه زرو نړيوالو ډيپلوماټانو ته د افغانستان روان وضعیت په خوږه پښتو ژبه وړاندې کړ او د خبرو په لړۍ کې یې وویل د نړۍ په هيڅ هيواد کې دا ډول کار ناممکن ده چې يو څوک دې د حکومت چارې ترلاسه کړي او بيا دې پکې د مخالف ګوند يا ازمايل شویو چارواکو او کسانو ته ونډه ورکړي، د متقي صاحب دغه خبره خورا پر مفهومه وه او د محقق صاحب هغه خوب او خيال یې په اوبو لاهو کړ چې ګمان یې کاوه د وسله والې مبارزې او يا هم به د ټوپک په زور په نوي نظام کې یو څه ترلاسه کړي، زه فکر کوم محقق پتيلې ده چې له دې وسله والې مبارزې هيڅ شی نه شي ترلاسه کولای، نو ښه به دا وي چې له اسلامي امارت سره د خپلو اندېښنو او غوښتنو لپاره د خبرو او مذاکراتو لارې ته اوليت ورکړي، ځکه ښاغلی محقق په دې پوه دی چې نه یې مشخصه جغرافيه او سیمه له لاس لاندې ده او نه هم هغه زور او ولسي قوت لري، کوم چې ده به یې په فاسد جمهوريت کې نغارې ډنګولې او ددۀ هغو زهرجنو تبليغاتو هم هيڅ کار ورنکړ کوم چې ده په تيرو شلو کلونو کې د خپل قوم ذهنیت د طالبانو په ضد جوړ کړ او خپلو خلکو ته یې ور زده کړي وو چې طالبان فقط په وژنه پوهیږي او بس او له دوی سره د وسله والې مبارزې پرته بله ژبه يا هم معامله سمه نه ده، خو اسلامي امارت په راتګ سره هرڅه غلط ثابت کړل او هزاره قوم یې د خپل وجود او ګران افغانستان یوه مهمه برخه وګنله.

عبدالرحيم ترين

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله مجید وردک

مننه وروره ، همدانی ده .

عبدالرحمن

د ازادی تکل او بې فایدې لارہ دا یوہ فطرتی شعور دہ چې د ھر انسان وجدان ازادی او حوریت غواړ‎ی که پام وکړ‎و ھر ژوندئ سارئ دا فطرت لری چي ازاد اووسي خو د ازادی د تحصیل لار موندل او پیژند بیا د ھر چا کار ندہ یوازې ذي شعور یی موندلئ شی او د مېړ‎انې او غیرت درلودونکی ازادی د تر لاسه کولو اصلی لارہ تعقیبولئ شی د مثال په توګه قومرست +نیشنلیان که فکر وکړ‎و نو موندلئ شو چې بې فایدی لارہ تعقیبول دا نه چی ازدای تر لاسه کړ‎ئ شی بلکې لا انسان په غلامئ کې… نور لوستل »

E957FB27-9F70-4100-87CF-06A7E1015328.jpeg
Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx