نظــر

انتالیا ديپلوماسۍ فورم؛ اهمیت او افغانستان ته یې ګټه

لیکوال او شناند: احمد یاسر

مقدمه

د انتالیا ديپلوماسۍ فورم د “ديپلوماسۍ بیا کتنې” تر سرلیک لاندې د ترکیې هېواد په نوښت او کوربتوب د مارچ میاشتې په ۱۱مه پیل تر ۱۳مې، چې دری ورځې کیږي دوام وکړ، د یاد فورم افتتاحیه وینا د ترکیي ولسمشر رجب طیب اردوگان وکړه او له هغې وروسته د نړۍ د مختلفو هېوادونو ولسمشرانو، د بهرنیو چارو وزیرانو او لوړ رتبه چارواکو ویناوې وکړې.

په دې غونډه کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو ولسمشرانو، لومړي وزیرانو، بهرنیو چارو وزیرانو او د سازمانونو شاوخوا ۲۰۰۰ استازو او پالیسي جوړوونکو ګډون کړی ؤو او د پالیسیو، ديپلوماسۍ او سوداګرۍ په اړه يې خپل لیدلوري سره شریک کړل.

د یاد فورم د جوړولو اصلي موخه د روسیې او یوکراین د روان بحران لپاره د خبرو اترو د زمینې برابرول ؤو، چې په لومړي‌ ځل د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د انتالیا ديپلوماسۍ فورم په چوکاټ کې سره وکتل. یادې لیدنې کومه مثبته پایله له ځان سره نلرله خو د خبرو د دوام لپاره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ کنګل مات کړ.

په یاد فورم کې د افغانستان د اسلامي امارت استازيو هم ګډون کړی ؤو او د انتالیا په ډېپلوماتیک فورم کې یې د وینا ترڅنګ د ترکیې، امریکا او د نړۍ مختلفو هېوادونو څخه د راغلیو لوړ رتبه هیئتونو سره ناستې تر سره کړې.

انتالیا ديپلوماسۍ فورم مخینه:

د “انتالیا ديپلوماسۍ فورم” د پالیسۍ، ديپلوماسۍ، سوداګرۍ او ټولنیزو مسایلو په اړه د نړۍ په سطحه د نظرونو د تبادلې یو ښه فارمټ دی یاد فارمټ د ترکیې هېواد په نوښت په ۲۰۲۰ م کال کې رامنځته شو خو هغه وخت د کرونا وبا له امله د یاد فارمټ ناسته تر سره نشوه لومړنۍ ناسته یې په ۲۰۲۱م کال کې تر سره شوه، په یاد فورم کې د نړۍ سیاسي مشران، ډېپلوماتان، د نړېوالو سازمانونو استازي او د نظر خاوندان ګډون کوي.

دویمه ناسته یې ۲۰۲۲م کال د مارچ په ۱۱ مه پیل تر ۱۳ مې نېټې یې دوام وکړ دا په داسې وخت کې تر سره کیږي، چې په نړۍ کې د کرونا بحران په کمېدو سره د روسیې او یوکراین بحران پیل شوی، چې په یاد فورم یې هم خپل اغېز درلود.

انتالیا ديپلوماسۍ فورم دویمه ناسته:

د “انتالیا ديپلوماسۍ فورم” دویمه ناسته، چې د سیمې او نړۍ د مختلفو هېوادونو ولسمشرانو او استازو په کې ویناوې وکړې، او د زیاتو بحثونو د تبادلې په پار د هېوادونو د استازو او سازمانونو ترمنځ ګډې ناستې هم تر سره شوې. او د سږ کال د ناستې عنوان هم د “ديپلوماسۍ بیا تعریفول” غوره شوی ؤو؛ ډېپلوماسي په حقیقت کې د بدلون په حال کې ده ژبه او طریقې یې بدلیږي په نړیوالو چارو کې نوي بدلونونه او د کرونا وبا سره یوځای د بدلون اړتیا نوره هم زیاته کړې نو له همدې امله هېوادونو ته په کار ده، چې د شخړو او کړکېچونو د حل کولو لپاره قوي دیپلوماسي په کار واچوي.
انتالیا ديپلوماسۍ فورم کې د افغانستان ګډون:

په یاد فورم کې د افغانستان د اسلامي امارت په استازیتوب د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي ګډون کړی ؤو، په یاد فورم کې په وینا او په یوه بحث کې په ګډون سره یې زیاته کړه “: موږ پر امریکا او ناټو بریدونه نه دي کړې. موږ د خپل هېواد د ازادۍ مبارزه کړې، چې دا خپله یوه مشروع مبارزه وه. نوموړی زیاتوي چې که نړیوال په افغانستان کې امنیت غواړي، په ښه ډول تامین دی.” همدارنګه ده یادونه وکړه”له څلوېښت کلنې ناامنۍ وروسته په افغانستان کې امنیت تامین دی. فساد ختم او له منځه تللی، خلک یې په ښارونو کې په پوره امن او ارامۍ خپل کارونه او تګ راتګ کوي او په افغانستان کې د داعش فعالیتونه په پوره ډول له منځه تللي دي.” همدا راز ده د نړۍ په مشرانو غږ وکړ، “چې له سیاسي پلوه د باثباته او له اقتصادي پلوه پر ځان بسیا افغانستان په جوړولو کې ورسره همکاري وکړي او د افغانستان مرکزي بانک کنګل شوې شتمنۍ ازادولو او پر افغانستان د لګېدلو بندیزونو په لرې کولو کې لاس راکړي” همدا ډول ده زیاته کړه “: موږ په دې باور یو چې دېپلوماسي باید جګړو ته د مشروعیت ورکولو په موخه نه، بلکې د جګړو د مخنیوي په موخه وي او یوازې د لویو قدرتونو د ګټو او ایډیالوژیو د ترویج وسیله نه، بلکې نظامي ځواک ته له پام پرته د هېوادونو د خپلواکۍ، هویت او مشروع ګټو د ساتنې وسیله وي.” او په افغانستان کې اوسنی نظام ټول‌شموله نظام دی.

انتالیا ديپلوماسۍ فورم افغانستان ته گټه:

د انتالیا ديپلوماسۍ فورم د نړۍ په سطحه مهمه ناسته وه، چې د اسلامي امارت په استازیتوب د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کې ګډون کړی ؤو، دا په واقعیت کې اسلامي امارت ته وخت ورکول دي‌ چې ورو ورو په نړیوالو غونډو کې را ښکاره شي او د افغانستان استازیتوب وکړي.

او دا کړنه په رسمیت پېژندنه کې هم خورا مهم رول لري‌ ځکه له یوه لوري اسلامي امارت د افغانستان استازیتوب کوي او بل له نړۍ سره د خبرو او تفاهم له لارې ستونزې کمېږي او رسمیت ته لاره هوارېږي.‌ په دې او دې ته ورته غونډو کې د اسلامي امارت د استازو ګډون او د افغانستان په استازیتوب یې منل، خپله پر دې دلالت کوي، چې دوی د افغانستان رسمي استازي دي او دولت یې د افغانستان واکمن او مشروع دولت دی.

او بل د اسلامي امارت د استازي دریځ په حقایقو ولاړ دریځ و او له دې فرصت څخه د استفادې ښه هڅه وه. د دیپلوماسۍ په اړه د امیرخان متقي څرګندونې نه یوازې د یوه خپلواک افغانستان غږ ؤو، بلکې د ډېرو نورو هېوادونو له دریځ سره هم یو شان ؤو. ددې تر څنګ د افغانستان د حکومت او راتلونکي په اړه د ښاغلي متقي څرګندونې د نړیوالو رسنیو هغه تبلیغات چلنج کړل چې د افغانستان په تړاو یې کول.

له بل پلوه د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو په اړه هم د افغانستان د غږ ښه انعکاس وشو او نړۍ ته باید په وار وار وویل شي، چې افغانان مظلوم دي‌ او امریکا د بې وزله افغانانو شتمني په زور او جبر سره لاندې کوي‌ او نړۍ باید له افغانانو سره مرسته وکړي چې خپله شتمني لاس ته راوړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx