
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲ کب، ۱۴۰۰ل): وروسته له هغې چې میټا په خپل پلیټ فارم فیسبوک یو شمېر هېوادونو کې د روسیې ضد د «تاوتریخوالي او مرګ پر روسیې» پوسټونو کولو اجازه ورکړه، د روسیې حکومت په دغه هېواد کې د انسټاګرام تړلو خبر ورکړ.
د روسیې د مخابراتو تنظیم کونکي ادارې د انسټاګرام کاروونکو ته تېره ورځ ویلي چې د یکشنبې له نیمې شپې به په ټوله روسیه کې د انسټاګرام فعالیتونه ودرول شي.
یادې دولتي ادارې له خلکو غوښتي وو چې مخکې له دې دغه شبکه وتړل شي تاسې خپل عکسونه او ویدیوګانې له انسټاګرام څخه حذف کړئ، او دوی یې وهڅول ترڅو د فیسبوک او انسټاګرام پرځای د روسیې رقابتي انترنیتي شبکو ته مخه کړي.
له دې وړاندې داسې راپورونه هم ورکړل شوي وو چې روسیه په دغه هېواد کې د پیغام لیږدونکي پر اپلیکیشن واټساپ هم بندیز ولګوي، کوم چې د روسیې ۸۰ سلنه نفوس کاروي، خو وروستي راپورونه ښيي چې واټساپ لا هم دغه هېواد کې فعال دی.
میټا یو ټولیز شرکت دی چې فیسبوک، انسټاګرام او واټساپ یې تر ملکیت لاندې کار کوي. دوی د تاوتریخوالي ضد پالیسي لري، خو د روسیې پر اوکراین ضد پایله کې یې ددوی پر وړاندې دغه پالیسي ځنډولې او یو شمېر هېوادونو کې یې خلکو ته د روسیې ضد تاوتریخوالي ضد پوسټونو اجازه ورکړې ده.
میټا شرکت ویلي، دا ناسمه ده چې اوکرانیان د روسي یرغلګرو نظامي ځواکونو پر وړاندې له خپل مقاومت او غوصې څرګندولو څخه قاصره شي، په دې تړاو موږ دوی ته اجازه ورکوو.
دا پریکړه د روسیې د غبرګون لامل شوې چې د میټا شرکت پر وړاندې یې جنایي تحقیقات پېل کړل او د جمعې په ورځ یې څارنوالانو له محکمې څخه وغوښتل ترڅو د امریکایي ټکنالوژي شرکت د افراطي ادارې په توګه «طبقه بندي» کړي.
په ورته وخت کې د انسټاګرام ټولنیزې رسنۍ مشر وویل چې د روسیې بندیز به په یاد هېواد کې د انسټاګرام ۸۰ ملیونه کاروونکي اغیزمن کړي.
د یادونې ده چې روسیې لا دمخه په دغه هېواد کې پر فیسبوک بندیز لګولی دی. دا په داسې حال کې چې فیسبوک پر خپل پلیټ فارم د روسي رسنیو د فعالیت مخنیوی وکړ.