شعـــــرونه

زه د یو لوی رب بندګي کومه/رحيمي اغا

رحيمي اغا

نه نوکري نه چاپلوسي کومه
زه د یو لوی رب بندګي کومه

زه یو عادت هم د زمري لرمه
خپله ګټم خپله خواري کومه

طمعې اسـرې سره تضاد لرمه
د جګو سترګو زندګي کومه

چا پورې نه تړمه هیلې د ژوند
د کار سړی یم نه سستي کومه

د دین وطن دښمنه ښه یې واوره
تاسره ټینګه دښمني کومه

د حق پرستو اولیاوو په باب
تل یې ستاینه له زړګي کومه

د چا په تورو سترګو لیکم غزل
زه یم عاشق بس عاشقي کومه

حقه وینا زه رحیمي اغا کړم
تل اسلامپاله شاعري کومه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx