نظــر

فدرالي سيستم په اوس وخت کې زموږ زخمونه شړوي

ليکنه، عبدالوحيد وحيد

فدراليزم هغه حکومتي سيستم دى چې د ځمکنۍ جغرافيې په يوه ځانګړي برخه کې په يو وخت او هم مهاله توګه مرکزي او ايالتي دواړه حکومتونه چليږي او واک پکې د مرکز او ايالتونو ترمنځ ويشلى وي. موږ د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې لکه امریکا استراليا کاناډا هندوستان او داسې نور د فدرالي سيستم درلودونکي هيوادونو بيلګي لرو. ځينې ملتونه د خپل ټول هېواد د ښه تنظيم کولو لپاره متمرکز نظام خوښوي خو ځينې نور بيا د واک د ويش په برخه کې د ممکنه شخړو له امله ويشلى واک يا هم په بل عبارت فدرالي نظام د خپلو ستونځو حل ګڼي.

دا به له واقعيتونو څخه د سترګو پټول وى که ووایو چې فدراليزم هيڅ ګټه نلري. په ځينو مواردو کې ګټور نظام دى؛ لکه دا چې په فدراليزم کې واک ويشل کيږي او له همدغه امله د واک په سر شخړې کميږي، د فدرالي حکومتونو په پريکړو، پلان جوړولو او اجرائيوي کړنو کې د ولسي ګډون کچه لوړيږي، د پرمختګونو لپاره د سالم رقابت د رامنځته کېدو امکانات زياتيږي، محلي حکومتونه د ولسي اړتیاو د پوره کولو په برخه کې زيات مسئوليت په غاړه اخلي. له حکومت سره د ولس د همکاري کچه لوړيږي، که سالم رقابت رامنځته شي د پرمختیایي پروژو په بشپړيدو او کاري کيفيت په ښه کولو کې ګټوره همکاري رامنځته کيږې.

اوښ دلته په شا کيږي چې زموږ د خپلو ستونځو ژورتيا، پيچلتيا او د پرديو تاړاکونو له امله د مديريتي نظم د له منځه تللو، د بنسټونو اختلال، د ملي يووالي ټکنى وضعیت، په سيمه کې د بدلونونو انفعالي اغيزو او زموږ د سياستوالو نيمګړتياو ته په کتو په اوسني وخت کې زموږ د هېواد لپاره  فدرالي نظام نه يوازي د هيڅ  اړخ په ګټه نه ده، بلکې زموږ د ټولنيزو زخمونو د شړولو لامل ګرزي. شونې ده چې د لاندې منفي اړخونو او نيمګړتياو پر بنسټ  بوږنوونکې پايلې ولري:

١-    فدرالي نظام په مرکز او ايالتونو کې عموماً د اکثريت ګټې خوندي کوي. ځکه چې ټولنې هڅه کوي چې خپل قوانین د اړتیاو پربنسټ د فدرالي جوړښتونو په اډانه کې جوړ کړي، نو شونې ده چې ځينې ګروپونه د اکثريتي ټولنې غوښتنو ته د ټول هېواد په ګټو باندي د لومړيتوب حق ورکړي.

٢-  فدراليزم سيمه ييزو حکومتونو ته له مرکزي حکومت څخه د حق غوښتلو په نوم د تقابل لپاره لاره هواروي او موږ پوهېږو چې زموږ د ټولنو د تقابل پايلې به خطرناکې وي.

٣ – که موږ د متمدنې تولنې په څير د قانوني مراجعو په مرسته د ستونځو لپاره د حل لاره ولټوو، نو محلي حکومتونه به د هيواد عدالتي بنسټونو ته په مراجعه کولو او د قانوني دعوا په ترتيبولو د ځينو قوانینو د پلئ کيدو او د نورو د پاس کيدو په وړاندې ددې لپاره خنډونه رامنځته کړي چې فکر کوي دغه قوانین د هغوى ګټو ته بالفعل او يا هم بالقوه زيان اړوي.

٤-   فدراليزم د مرکزي او محلي حکومتونو او همدغه شان د ايالتي حکومتونو ترمنځ د منفي رقابت له امله  د تصادم او تقابل چاپیریال رامنځته کوي. د بيلګي په توګه يو ايالت د پانګونې د تشویق لپاره کومه ځانګړي ماليه ختموي او يا هم د سبسايډي کچه زياتوي، د نورو ايالتونو پانګوال جزبوي او دغه ډول منفي رقابت د هيواد په عائداتي سرچينو باندي ناوړه اغيزې کوي.

٥ –  د فدرالي نظام په چوکاټ کې مرکز او ايالتونه مساوي بنسټونه او ارګانونه په مرکز او ايالتونو کې جدا جدا ادارې پرانيزي چې له امله يې د لګښتونو کچه لوړيږي او د افغانستان په شان کمزورې اقتصادي درلودونکي هيواد دغه ډول لوړو لګښتونو ته اوږه نشي ورکولاى.

٦-  د مرکز او ايالتونو ترمنځ د اختياراتو په سر جنجال هغه ستونځه ده چې شخړې رامنځته کوي. زموږ د خپلمنځي شخړو تاريخ او په سوله ييزه توګه د شخړو د حل په تړاو زموږ نيمګړتياو ته په کتو به په اوسنیو شرایطو کې د فدرالي نظام پلى کيدل نه يوازې د شخړو د ختمولو په تړاو مرسته ونکړي بلکې تاوتریخوالي ته به لاره پرانیزي.

٧- د هر هيواد وياړونه او عزت خپل ټاټوبي ته د پرګنو د ژمنتیا په کچه تلل کيږي، خو په فدرالي نظام کې ايالتونو ته د وګړو د ژمنتیا له امله  هيواد ته د ژمنتیا کچه اغيزمنه کيږي او د هيواد افتخاراتو ته زيان رسوي.

٨-  په فدرالي نظام کې له مسئوليتونو څخه تېښته د احتساب د نشتوالي ستونځه رامنځته کوي. مرکزي او ايالتي مسئولين د د ګډو مسئوليتونو له امله په اسانه توګه کولاى شي موخو ته د رسيدو په وړاندې د پاتې کېدو پړه د مقابل اړخ نيمګړتياو ته په اشاره او يا هم د همکاري نه کولو پړه يو پر بل واچوي.

٩-  د هداياتو ترلاسه کولو لپاره د واحد او معلوم مرکزيت د پراختیایي پروژو له مسئولينو سره مرسته کوي چې پروژې په خپل وخت بشپړي کړي، اجرائیوي مسئولين پوهيږي چې د کوم مقام په وړاندې ځواب ويونکي دي او کاري راپور چاته وسپاري. پريکړې ژر عملي کيږي، د پروژو د کيفيت په برخه ستونځه نه رامنځته کيږي، د پروژو د مالک او قرارديانو ترمنځ د ښو اړيکو په رامنځته کولو کې ګتور ثابتيږي.

په لنډه توګه باید ووايو چې زموږ هېواد له تيرو څو لسيزو راپدیخوا د نظامونو بيرغونو تګلارو او تيوريو لابراتوار جوړ شوى دى. هر چا هر څه چې ځانه سره راوړل، شرائطو ته له کتو پرته يې زموږ په ټولنه باندې د تپلو هڅه وکړه، خو موږ وليدل چې دلته هره پردئ تيوري ناکامه ثابته شوه. ادينه ده چې زموږ ټول سياستوال او چارواکي د ملي مسئوليتونو د درک پربنسټ په داسې مسایلو باندې له بحث کولو څخه ډډه  وکړي چې په اوسنیو شرایطو کې د پلى کيدو وړتیا نلري، ملي يووالي ته زيانونه اړوي، د هيواد د پرګنو ترمينځ حساسیتونه را پاروي او د پيوستون پرځاى بيلتون ته لاره هواروي.

د نظامونو د نسکورولو او نړولو شوقيانو ته مو توصیه داده چې د تيرو څلورو لسيزو تاريخ ثابته کړه چې د نظامونو او بنسټونو د نسکورولو او د تازه حاکمانو لخوا د تازه فرمانونو شغولو، په افغان ولس باندې د پردى کلتور او د پرديو تيوري تپلو هڅو موږ ته په ملي او نړيواله کچه ستر زيانونه را اړولي دي.  دغه ملت واک ته ستاسو د رسولو لپاره د ازموينو تاب او توان نلري. تر لمر روښانه ده چې نه د غني، صالح او دانش نظام متمرکز وو نه هم اوسني نظام ته د متمرکز نظام نوم ورکولاى شو. که مو د قانون په ستنو او ټولنيز عدالت ولاړ متمرکز نظام جوړ کړى واى نو له پرونيو او نننيو ننګونو سره به نه مخ کيدو.

شونې ده چې د فدرالي کولو په هڅو کې هيواد وبايلو. دا به هغه فاجعه وي چې ګټه به يې يوازې د هيواد دښمنانوته رسيږي.  اړتیا نشته چې موږ هروخت د هر نظام د نسکوريدو لپاره جګړو ته مخه کړو، حکومت نسکور کړو او هر څه له سره د جوړولو هڅه کوو، بيا ورته حيران په څلور لاره کې ولاړ يو. بلکې د نظامونو د بيا بيا بدلون او د پخوانیو بنسټونو د نړولو پرځاى  په متمرکز نظام کې د سوله ايز بدلون او سمون لپاره ملا وتړو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx